اطلاع رسونې سیستم
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې مالیې وزارت د دې قانون له انفاذ سره سم د اطلاع رسونې مرجع او د دې مرجع لپاره مسؤل کس اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه د څارنې محترم کمېسیون ته معرفي کړ، د هیواد وکړي چې له مالیې وزارت او نورو اړوندو څانګو څخه د معلوماتو تر لاسه کولو غوښتني وي کولی شي زموږ د اطلاع رسونې برخې ته مراجعه وکړي او د اړتیا وړ اطلاعات په خپل سره تر لاسه کړي.
همداشان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پنځلسمې مادې له محتویاتو سره سم مالیې وزارت د متقاضیانو د اړتیا وړ معلومات په خپلو ټولنیزو رسونو کې خپاره کړي.
هغه متقاضیان چې له مالیې وزارت څخه د معلوماتو غوښتونکي وي کولی شي د لاندې شمېرو او ایمیل ادرسونو له لارې غوښتنه وکړي او یا هم مالیي وزارت ته تشریف راوړي.
د دفتر رسمي ایمیل ادرس او شمېره
Email:tamas@mof.gov.af
۰۲۰۲۹۲۴۴۴۰ /۰۲۰۲۹۲۴۲۹۰
وروستی خبرتیاوينور دلته
سوداګریزو شرکتونو او صنعتي فابریکو ته د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا!
د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو او صنعتي فابریکو ته، چي تر اوسه ئې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل
بستونو ته د شارټ ليسټ سوو متقاضیانو په تړاو د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت خبرتیا!
د مالیې وزارت اړوند د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت څه موده وړاندي (۱۳۳) بېلابېل بستونه د سایټونو او ټولنیزو شبکو له لاري د مسلکي او مجربو