د اسلام کلا په ګمرک کي د (۱۴،۲) ټنه ممنوعه درملو د قاچاق مخه ونیول سوه!

د غبرګولي ۳۱مه ۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا سرحدي ګمرک ځیرکو کارکوونکو په یوه وارداتي محموله کي (۴۱۰۷) کارټنه د میټاډون په نوم ممنوعه درمل، چي ټولیز وزن ئې (۱۴،۲) ټنه کېږي کشف او ونیول.
یاد ممنوعه درمل په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کي، چي مکروني پکښې بار ول، په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول او غوښتل ئې، چي په قاچاقي ډول ئې افغانستان ته راوړي.
د یادوني وړ ده، چي په دې تور دوه کسان نیول سوي او د نورو اجراآتو له پاره اړوندو امنیتي ارګانونو ته سپارل سوي دي.