د داوطلبي خبرتیا!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۳۲
............

د کابل ښاروالۍ لومړۍ ناحیې اړوند د مدینه مارکېټ د (۳) بابه دوکانونو د داوطلبۍ خبرتیا!
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست، غواړي چي د کابل ښاروالۍ لومړۍ  ناحیې اړوند د مدینه مارکېټ (۳) بابه دوکانونه په جلاجلا ډول د یو کال لپاره داوطلبۍ له لارې اعلان ته وړاندي کړي.
۱-  د مدینه مارکېټ اړوند، یو باب ۱ نمبر دوکان، چي۱۲ متره مربع مساحت لري او میاشتنۍ ابتدايي کرایه ئې (100000) افغانۍ ده.
۲-  د مدینه مارکېټ اړوند، یو باب ۱۶ نمبر دوکان، چي ۱۸.۸۱  متره مربع مساحت لري او میاشتنۍ ابتدايي کرایه ئې (115000) افغانۍ ده.
۳. د مدینه مارکېټ اړوند، یو باب۱۷ نمبر دوکان، چي ۸.۵۱ متره مربع مساحت لري او میاشتنۍ ابتدايي کرایه ئې (55000) افغانۍ ده.
کوردینات(جی.پی.اس نمبر) 69.17724-34.51741
هغه حقیقي او حکمي اشخاص، چي غواړي پورتني ذکر سوي دوکانونه په کرایه ونیسي کولای سي چي خپل غوښتنلیکونه د ( میزان /۰۱ /۱۴۰۳) څخه تر (میزان /۷/۱۴۰۳) نېټې پوري د دولتي املاکو لوی ریاست ته تسلیم او شرطپاڼه ترلاسه کړي.
د اړیکو شمېرې: 0202924607- 0202924624
آدرس: د سینما پامیر (۱۴) پوړیزه ودانۍ، (۵) پوړ، د مرکزي تړونونو د ارزوني لوی مدیریت.
د داوطلبۍ مجلس: د ( میزان /۰۸/۱۴۰۳) نېټه، د سهار۰۹:۰۰ بجې ترسره کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .