د داوطلبۍ اعلان

Publish Date
Closing Date
د تېلو او آفچین لمیټډ شرکت چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۵ نېټه یې د امو دریا نفتی حوزې د هایدروکاربنونو د اکتشاف او تقسیم لپاره تړون د کانونو او پټرولیم وزارت سره لاسلیک کړ او اوس دغه شرکت اړ دی چې د امو سیند د نفتو په ساحه کې د اکتشاف او پراختیا، تولید او د نفتو د حوزې د جوړولو چارې ترسره کړي.
د داوطلبۍ عنوان: د مطالعاتي (سروې)، د ځمکې جاذبه (ګرانشی) او جیو کیمیکل (ژنوشیمیايي) خدمتونو وړاندې کول.
د تدارکاتو ډول: عامه داوطلبي
د داوطلبۍ شمېره: 005/SC/23
د داوطلبۍ په اړه معلومات:
1 تدارکاتی لایحه: شرکت په پام کې لري چې د (مطالعاتو) د ځمکې جاذبه او جیو کیمیکل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې د امودریا په نفتی حوزه کې، چې د افغانستان په شمال کې موقعیت لري د بالقوه لرلید پېژندنې په موخه سروې ترسره کړي. د ثفلي مطالعې (بررسۍ) او ژنو کیمیایي لومړی فاز، چې د ۱۸۱۳ کیلومتره مربع مساحت لري، د بازارخمي د نفتو پر بلاک او د قشقري د نفتو پر شمالی بلاک شتون لري او د مطالعاتي نقطې تراکم د ۴ د مطالعاتي(سروې) ژنو کیمیایي ۴ نقطې دي. د سروې (مطالعاتو) د کار پیل ۳۰ ورځې وروسته په پام کې نیول سوی او د دغې سروې د بشپړاوي موده به ۹میاشتې او د قرارداد موده به یو کال وي.
2. د دغې داوطبۍ پر شرایطو برابر مینه وال کولای شي، چې له ۲۰۲۳ کال مې میاشتې ۲۴ نېتې څخه مخکې د ITT بشپړ سند د ترلاسه کولو په موخه ۱۰۰ امریکايي ډالر ورکړي.
د ITT سند د ترلاسه کولو په موخه د پیسو د ورکړې طریقه:
• د نغدو پیسو د ورکړې په صورت کې کولای شئ د افچین دفتر آدرس ته چې لاندې ذکر شوی مراجعه وکړئ.
آدرس: د کارته سه ۱۲م سرک، ۲هم نمبر کور – کابل – افغانستان.
د اړیکې شمېره: 0794528269
• د غیرنغدي پیسو د ورکړې په صورت کې کولای شئ، له لاندې برېښنالیک سره اړیکه ټینګه کړئ:
3. ستاسې پوښتنو ته د ځواب ویلو او یا نورو معلوماتو په موخه کولای شئ لاندې برېښنالیک سره اړیګه ټینګه کړئ: