د سپین بولدک په ګمرک کي نږدې ۲۵ کیلو ګرامه نیشه یي مواد ونیول سول!

د غبرګولي ۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د کندهار ګمرک اړوند د سپین بولدک سرحدي ګمرک ویښو او ځیرکو کارکوونکو په یوه وارداتي محموله کي څه کم (۲۵) کیلو ګرامه تاریاک کشف او ونیول.
نیول سوي نیشه یي مواد د سیمنټو په یوه وارداتي محموله کي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول، چي د یاد ګمرک د تشرېح برخي د ځیرکو کارکوونکو له لوري کشف او ونیول سول.
نیول سوي مواد او تورن کسان د نورو اجراآتو په موخه امنیتي ادارو ته وسپارل سول.