د ماليې وزارت تاریخچه

د احمد شاه بابا د سلطنت په دوره کې چې مالي چاروته زیات ارزښت ورکول کیده، د لومړي ځل له پاره په ۱۱۴۰ لمریز کال کې د دولت د نورو چارو اوتشکیلاتو ترڅنګ د یوې شعبې د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې د همایون اعلی په نامه (نننی مالیه وزارت) ورته ویل کېده اود سردارعبدالله خان پوپلزي پرمټ یې چارې پرمخ وړل کېدې. په هغه وخت کې ورته  د دېوان بېګي نوم هم ورکړل شوی ؤ، چې د وخت په تېرېدوسره د دېوان بېګي لقب په مستوفی المالک واوښت اوواګې یې د اوسنۍ مالیې وزارت هومره وې. مستوفي المالک په خپل ځواک سره د ټولو ولایتونو مالي اوحسابي چارې همغږي او څارلې.

مالي مسایل لکه د نورو مسایلو په ډول له سیاسي اوټولنیزو هغو سره اړیکه لري. کله چې په ۱۲۹۸ هـ لمریز کال کې د افغانستان خپلواکې ترلاسه شوه، نوله دې سره د افغانستان یوه نوي دوره پیل شوه، په دې دوره کې سیاسي تشکیلات، حکومتې سیستم، ادارې نظام اود بهرنې سیاست بنسټ کېښودل شو. د مالي اواقتصادي وضعې د ښه والي اړوند اصلاحات پیل شول. په دې کلونو کې دفاعي اوامنیتي تشکیلات، د پوهنې اوروغتیا عام کېدل، مخابرات اونښلونې، د اوبو اوبرېښنا جوړونه، د فابریکو بنسټ، د کانونورا ایستل، د سوداګرۍ پراخوالی، د مرکزي بانکونو اونورو بانکونو جوړېدل اود دولتي اوخصوصي تصدیو فعاله کېدل شامل ؤ.

له خپلواکۍ څخه وړاندې د افغانستان مالیات په داسي ډول ؤ چې: مستقیم مالیات لکه، د زمکې، ژرندې، د اصنافو جواز، د پایکوب (یوډول ماشین ؤ)مالیات، د لوګیو په سرمالیه، سرانه، مذهبې جزیه، د مالونواو څلوېښتمه مالیه،د څارویو، صکوکو اوداسي نورو مالیه اخیستل کېده اوغیري مستیقمه مالیه یا ګمرکې مالیه په برخو وېشل کېده، له دې څخه وړاندي نورشکلونه یې بېګار، جسمې خدمتونه، غنیمت، خراج اوداسي نور...ؤ. په غیرمستقیمو مالیاتوکې په ګمرکې مالیو سربېره، د حق الانحصارمالیه، دځینو استهلاکې موادو په پلورلو مالیه، اوبالاخره په اسعاروهم مالیه ټاکل کېده. د ګمرکونومالیه به د سببونو په واسطه راټولېده اوګمرک به د چبوتره په نامه سره یادېده، دا مالیه به په نقدو اود جنس په بڼه راټولېده.

له ۱۲۹۹ کال وړاندې دولت یو اسانه تشکیل درلود، چې له دفتر او ورځپاڼې څخه عبارت ؤ اوپه ارقاموبه ترتیب کیده، په هغه وخت کې د بودجې  نظام شتون نه درلود، په ۱۲۹۹ کال کې د دفتر اصول جوړ شول، په دې وخت کې دفتري اصولو مضاعفه بڼه نه لرله بلکه د هغه وخت له غوښتنې سره سم به پرمخ بیول کېده. حسابونو یې په همدې ډول تر ۱۳۰۳ کال پورې دوام پیدا کړ او له ټولو اسنادوسره به پلازمېنې ته راوړل کېده. په ۱۳۰۳ کال کې د دفتري اصول ځای ښاري اصولو ونیو اود هغو په اساس به د حسابونواواسنادو ترتیب اوتنظیم په هره میاشت کې کېده. په ۱۳۱۵ کال کې د ایټالوي پوه (ژینومانچولې) په واسطه په مالي سیستم کې بدلون راغی چې بیا به د اسنادو ترتیب او تنظیم اجرایه څانګې او کنترول ته  لېږل کېده اومحاسبې به د محاسبې په دفترونو کې ترسره کېدې.

د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته ادارې تشکیلاتو تعدیل وموند. په پیل کې د چارو پرمخ بیولو له پاره د څارنې په نامه بنسټونه جوړشول. چې له دغو بنسټونوڅخه یوهم د مالیې وزارت ؤ. نوموړي وزارت په ولایتونو او مرکزکې څانګې درلودې. په ولایتونو کې به مالي نماینده ګان نایب الحکومه اومستوفیان ګمارل شوي ؤ.

له ۱۲۹۸ لمریز کاله راپه دې خوا یعنې اته نوي کاله وړاندې د افغانستان په دولتونو کې په ادارې تشکیلاتوکې د مالیې وزارت په دغوعنوانونو باندې نومول کېده او لاندې بېلابېل درانه مقامونه یې لرل، د مالیې وزیر، پالیسي جوړوونکی، ساتنه، څارنه اواستقامت له دې سره ټول اړوند مالي مسایل مالیې وزارت په غاړه لرل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .