د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اړتیا وړ ټکنالوژۍ وسایلو د تهیې او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ ګڼه: MOF/1402/G-022
د مالیې وزارت د ټولو داوطلبانو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کوي تر څو د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اړتیا وړ ټکنالوژۍ وسایلو د تهیې او تدارک پروژه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپانه د تدارکاتو مشاوریت څخه په میموري یا فلش ډسک کې تر لاسه کړي، خپل افرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو مطابق او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې په رڼا کې ترتیب او په سرپوښلي ډول یې د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲ نیټې د ماسپښین تر ۲:۰۰ بجو پورې په دویمه ناحیه، پښتونستان واټ کې د مالیې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي، انټرنټي او ناوخته رسیدلي افرونه د منلو وړ ندي.
د داوطلبۍ څخه وړاندې غونډه د ۱۱/۴/۱۴۰۲ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د اداري معینیت ودانۍ په دویم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې په لاره اچول کیږي.
د افر تضمین د بانکي تضمین په ډول ۸۵۰٫۰۰۰ اته سوه او پنځوس زره افغانۍ دی او د افر پرانیستنې غونډه د ۱۸/چنګاښ/۱۴۰۲ نیټې د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د تدارکاتو آمریت کې په لاره اچول کیږي.