د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د ارزګان او بامیانو له والیانو سره په یادو ولایتونو کې د پراختیایې پروژو په پلي کیدو خبرې وکړې

farid_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۴:۱۲
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ارزګان له والي ښاغلي محمد شفیق اسدالله سعید او د بامیانو له والي ښاغلي سید انور اعلا رحمتی سره په جلا جلا ډول په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې کتنو کې دواړو لوریو په یادو ولایتونو کې د خلکو او حکومت لومړیتوبونو ته په کتو سره د پراختیایې پروژو په پلي کیدو او د کار په پرمختګ، بودیجوي ستونزو او د سرچینو په ځانګړی کولو، د عوایدو په راټولیدو کې د لا زیاتې روڼتیا په رامنځته کولو، خلکو ته د عام المنفعه خدمتونو په وړاندې کولو، د بامیانو ولایت لپاره د میلمستون په جوړیدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د مالیې وزارت پالیسۍ داده چې اغیزمنتیا او ګټورتوب ته په کتو سره د پراختیایې پروژو پلي کول چټک شي او مالیې وزارت به په دې برخه کې له یادو ولایتونو سره لازمه همکاري وکړي او همداشان د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره به بودیجوي ستونزو ته رسیدنه وشي. نوموړي د ارزګان او بامیانو له والیانو څخه غوښتنه وکړه چې اوس مهال په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدل د کمیدو په حال کې دی تاسو د ملي عوایدو راټولیدو ته جدي پاملرنه وکړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۶:۲۵
Background image

د حکومت په کچه د ملي عوایدو را ټولېدو او بودیجې لګښت وضعیت

زموږ راپورونه ښيې، چې د روان ۱۳۹۹ مالي کال د زمري میاشتې له (۳ مې – ۱۶ مې نېټې) پورې د هیواد له عوایدي سرچینو څخه ۵ میلیارده او ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. له دې راټولونې ۲۷۳. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۹:۲
Background image

د مالیې وزارت په مالي معینیت کې د مالي سندونو د تعقیبولو اپلیکیشن سیستم پرانیستل شو

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، نن د زمري میاشتې په ۲۰ مه نېټه په مالیې وزارت کې د یوې ناستې په مهال په مالي معینیت کې د مالي سندونو د تعقیبولو اپلیکیشن سیستم رامنځته. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

د مالیې او پوهنې وزارتونو ترمنځ د کړنو او عامه مالي اصلاحاتو ښه پلي کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ د زمري میاشتې په ۱۵ مه نېټه د پوهنې وزارت له مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالسبحان روف سره د کړنو او عامه مالي اصلاحاتو ښه پلي کولو په. . .

BACK TO NEWS