د ملي بودیجې د اجراء د کنټرول آمر
Publish Date
Closing Date
د بست ټولیز معلومات
د بست ګڼه: |
|
د بست نوم: |
د ملي بودیجې د اجراء د کنټرول آمر |
بست: |
۳ |
وزارت یا اداره: |
د مالیې وزارت |
اړونده برخه: |
د بودیجې اجرائیوي ریاست- د بودیجې لوی ریاست |
د بست ځای: |
د مالیې وزارت – (کابل) |
راپور ورکوونکی: |
د بودیجې اجرائیوي رئیس ته |
راپور اخیستونکی: |
د آمریت له کارکوونکي څخه |
کوډ: |
|
د بیاکتنې نېټه: |
08/02/1444 |
د دندې موخه:
د منظور سویو تخصیصونو له اجراء، د وزارتونو په بودیجه کي د بودیجوي تعدیلونو او له احتیاطی کوډونو(پالیسي، بېړني حالات، د پورونو ورکړه، نړیوال سازمانونه او نور کوډونو) څخه د اجراء سویو تخصیصونو تعدیلاتو کنټرول.
وظیفوي صلاحیت او مسئولیتونه:
د بست تخصصي دندې:
1. د بودیجې د لوی ریاست له پلان سره سم، پلان سوې موخو ته د رسېدو لپاره د (میاشتني، ربعوار او کلني) کاري پلان ترتیبول.
2. د ملي بودیجې د غوره تطبیق په موخه د بودیجوي واحدونو د منظور سوې بودیجې له تخصیصونو څخه د تعدیلاتو طی مراحل او اجراء ورځنی کنټرول.
3. د درغلیو د مخنیوي په موخه د منظورۍ له اصولو سره سم د دولت له فوق العاده کوډونو څخه د اجراء سویو تخصیصاتو کنټرول او څارنه.
4. د اړینو او پر وخت اجراآتو په موخه د بودیجې د اجراء ریاست اړوندو سکتورونو لخوا د اجراء سویو اسنادو وېزه کول.
5. د ټاکل سویو موخو د ترلاسه کولو لپاره، د بودیجوي واحدونو پراختیایي پروژو له تخصیصونو څخه د تعدیلونو د تنظیم ډاډ ترلاسه کول.
6. د ذیصلاح آمر د پوهاوي او پر وخت اجراآتو په موخه د بودیجوي واحدونو له کوډونو، فوق العاده کوډونو، پراختیايي پروژو او د منظور سویو تخصیصونو له کوډونو څخه د اجراء سویو تعدیلاتو د راپور ترتیبول.
7. د کال د منځنۍ برخي بودیجې د استماعیه غونډي د جوړولو او د نوي مالي کال د بودیجې لپاره د چمتوالي په موخه د بودیجې د اجراء د معلوماتو چمتو کول.
8. د وزارت له قوانینو، مقرراتو او موخو سره سم د مسئولینو له لوري د نورو اړوندو سپارل سویو دندو ترسره کول.
د بست د همغږۍ دندې:
- د بودیجې اجرایوي ریاست بودیجوي سکټورونو ته د تخنیکي مرستي وړاندي کول، د تخصیصاتو او تعدیلاتو اجراء او په افمیس سیسټم کي د فورمو ثبتولو.
- . د بودیجوي تخصیص او تعدیلاتو په اجراء کي د مالیې وزارت د خزاینو له لوی ریاست سره نږدې همغږي.
- . له بودیجوي واحدونو سره تخنیکي مرسته کول او د بودیجوي تخصیصاتو او تعدیلاتو د اجراء په برخه کي نږدې همکاري کول.
د ګمارني شرایط (د زدهکړو کچه او کاري تجربه):
- تحصیلي رشته:
په مالي، اقتصاد، اداره او تجارت برخه کي ماسټري لرل.
کاري تجربه:
• د بودیجې، د ارقامو تحلیل، راپور ورکولو، ظرفیت لوړولو او روزنیز پروګرامونو وړاندي کولو په برخه کي د ماسټرۍ سند په درلودلو سره ملي اداراتو یا هم په نړیواله کچه اړوندو برخو کي ۵ کلنه کاري تجربه لرل.
• له دولت، ډونرانو او مؤسساتو سره د کارکولو تجربه لرل.
• د سختو پروژو د همغږۍ تجربه، له کورنیو او بهرنیو ملاتړو سره همغږي. په ډلییز ډول د کار کولو مهارت او په پېچلي کاري چاپیریال کي د ټیم غوره همغږي.
• د عامه مالي چارو او د بودیجې جوړولو او پلي کولو او کنټرول په برخه کپ تجربه ولري.
• د کمپيوټر له ټولو پروګرامونو سره اشنایي لرل، د ډیټابیسونو په کارولو کي تجربه، د چمتو سويو معلوماتو اندازه تحلیل او کنټرول.
- اړین مهارتونه:
• د ډیټابیسونو او مالي سیسټمونو سره بلدتیا، په ځانګړي توګه د افمیس (Afmis) مالي سیسټم، SPBS او DAD سره بلدتیا.
• په یوه پېچلي چاپیریال کي کار کول، کارونو ته غوره لومړیتوب ورکول، تر څو وکولای سي په ټیمي او انفرادي ډول خپل کارونه سم پر مخ بوځي.
• د ملي بودیجې د لوی ریاست په کاري برخو کي د پوهي او تجربو شریکول او ګډون او د زدهکړو او انفرادی پراختیا د دوام لپاره فعاله کار کول.
• د پراختیایي پروګرامونو او پروژو د جوړولو او ارزوني رهبري کولو وړتیا لرل.
• خلاقیت او نوښت.
• د مدیریتی مهارتونو (پلان جوړونه، همغږي، کنټرول او څارنه) او د وخت مدیریت کول:
• په یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) پوهېدل او له انګلیسي سره بلدتیا؛
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای سي، چي خپله (سي وي) له درخواستۍ سره یو ځای لاندې برېښنالیک ته واستوي:
hr-nta.vacancies@mof.gov.af
یاداښت: د مهربانۍ له مخي د برېښنالیک په عنوان کي د بست نوم او یا د هغه کوډ ولیکئ او خپل اسناد ورسره ضمیمه کړئ.