د نائب اباد په ګمرک کې د (۳۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سایوان جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۳۴
.........

د چنګاښ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کې د (۳۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د سایوان جوړولو پروژې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه ستر سایوان په (۸۰۵۰) متره مربع ساحه کې جوړ شوی، چې (۳۵۰) متره اوږدوالی او (۲۳) متره پلنوالی لري، چې ورسره به د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بوديجې څخه ورکړل شوی او چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړې شوې.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۸:۳۳
Background image

د کابل ولایت خصوصي روغتونونو د مالي برخي کارکوونکو ته د (E-filing) سیمینار جوړ شو

د چنګاښ۳مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو د مالي برخې کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کې د ابتدایي سنجونې، بررسۍ او د (. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس میدان وردګ او غزني ولایتونو ته سفر وکړ

د چنګاښ۳مه، ۱۴۰۵هـ.ل

د امارتي املاکو لوی رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا میدان وردګو او غزني ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر په لړ کې د امارتي املاکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د نائب اباد په ګمرک کې د (۳۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سایوان جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د چنګاښ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کې د (۳۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره. . .

BACK TO NEWS