د ننګرهار ولایت د حصارشاهي ګمرک د احاطې او ۷ بابه امنیتي ټاورونو د رغونې پروژه

Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ ګڼه: MOF/1402/W-023
د مالیې وزارت د ټولو داوطلبانو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کوي تر څو د ننګرهار ولایت د حصارشاهي ګمرک د احاطې او ۷ بابه امنیتي ټاورونو د رغونې پروژه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپانه د تدارکاتو مشاوریت څخه په میموري یا فلش ډسک کې تر لاسه کړي، خپل افرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو مطابق او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې په رڼا کې ترتیب او په سرپوښلي ډول یې د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲ نیټې د ماسپښین تر ۲:۰۰ بجو پورې په دویمه ناحیه، پښتونستان واټ کې د مالیې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي، انټرنټي او ناوخته رسیدلي افرونه د منلو وړ ندي.
د داوطلبۍ څخه وړاندې غونډه د ۱۲/۴/۱۴۰۲ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د اداري معینیت ودانۍ په دویم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې په لاره اچول کیږي.
د افر تضمین د بانکي تضمین په ډول ۱٫۷۰۰٫۰۰۰ یو میلیون او اوه سوه زره افغانۍ دی او د افر پرانیستنې غونډه د ۱۹/چنګاښ/۱۴۰۲ نیټې د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د تدارکاتو آمریت کې په لاره اچول کیږي.