د کابل ولایت د ۸مې ناحيې اړوند کابل نندارې سره (٦٧٠.٥٠) متر مربع حویلۍ د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي چي د کابل ولایت اړوند ۸ مې ناحیه کابل نندارې سره د یو باب ٢ منزله تعمیر په درلودو چې (٦٧٠.٥٠) متر مربع مساحت لري د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپاري.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص چي غواړي نوموړی ملکیت په کرایه ونیسي کولای سي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپریدو وروسته د ۲۱ ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سوي ملکیت شرطپاڼه د اسنادو د ارزیابې لو لومړني قیمت ته په کتو تر لاسه کړي.
