د کرنیزي پرمختیا صندوق د اسلامي مالي تمویل محصولاتو پرانيست ناسته کي د مالیې د وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري وینا

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۳:۲۸

الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد:

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم -  بسم الله الرحمن الرحیم

"إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ"

د ریاست الوزراء جلالتماب مرستیال، د کابینی معززو غړو، بهرنیو ښاغلو مېلمنو او ډیپلوماټانو، د نړيوالو موسساتو ښاغلو همکارانو، کورنیو او بهرنیو مېلمنو او د رسنیو محترمو استازو!

السلام اعلیکم ورحتمه الله و برکاته!

نن موږ او تاسو د زراعتي پرمختیا صندوق د اسلامي مالي ملاتړ محصولاتو ناستي د افتتاح شاهدان یوو، چي هیوادوالو ته به د مرابحې او وکالې محصولات وړاندي کوي، دا د افغانستان زراعتي سکتور د پرمختیا، تقویت او پراختیا پر لوری یو مثبت ګام دئ.

ډېرو قدرمنو حاضرینو: نړۍ او افغانانو ته بهتره معلومه ده، چي موږ د هر ډول بهرنۍ مرستي پرته د اقتصادي ځآن بسیایني لپاره شپه او ورځ کار کوو. د هیواد د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ مو زراعت هم په لومړیتوب کي دئ، چي زموږ او تاسو د نن ناسته،  د هیواد په شمال زون کي د قوش تېپې ستر کانال او له کروندګرو سره وخت نا وخته مرستي د زراعت برخي پرمختګ ته زموږ یوه ځآنګړې پاملرنه ښکاره کوي.

خو له بده مرغه په افغانستان کي اوسنۍ مالي ستونزي، د نړیوالو له خوا د بانکي سیسټم مختل کېدل، د هیواد د شتمنۍ کنګل کېدل او د لازمو مرستو کمښت زموږ خصوصي سکټور، مالي سکټور، بانکي راکړه ورکړه  او نوري اقتصادي اړیکي سختي ننګولي دي او په دې برخه کي افغانانو ته باید د ملامتۍ ګوته هم ونه نیول سي.

له دې ټولو ناخوالو او ستونزو سره اوسني نظام په ځانګړي توګه مالیې وزارت خصوصي سکټور، سوداګرو، صنعت کارانو او مرستندویه بنسټونو  ته لازمي او معیاري اسانتیاوي برابري کړي، تېري مالیاتي جریمې ور معاف کړي، د زراعتي محصولاتو پر صادراتو باندي مو ګمرکي تعرفه صفر کړې دي چي دا ټوله زموږ د مالي وضعيت د ښه کېدو خواته مثبت ګامونه دي.

مالیې وزارت ټولو کورنیو او بهرنویو پانګوالو او سوداګرو ته بلنه ورکوي، چي د زراعت په برخه کي دي پراخه پانګونه وکړئ، ځکه افغانستان له هر راز زراعتي محصولاتو، طبي بټو او مېوو څخه برخمن دی. په دې سره به زموږ هیوادوالو ته کار هم پیدا سي او د زراعت په برخه کي به ځان بسیاینې ته هم ورسېږو.

په پای کي د دغه صندوق ټولو همکارانو او ګډونوالو ته د څښتن تعالی له درباره په چارو کی بریا او توفیق غواړم.

له پاملرنې مو مننه!

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .