د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ناسته کي د نفتي موادو په برخه کي د سوداګرو پر ستونزو خبري وسوې!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۱:۵۸
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه سوه.
د ناستي په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین د چارو د لا ښه والي په موخه اړوندو مسؤلینو ته پر خپل وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او له دوی سره د غوره چلند، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، په چارو کي د همکارۍ او همغږۍ د لا زیاتېدو او ځینو نورو برخو کي لازمي سپارښتني وکړې.
ورپسې د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د جوړي سوي کمېټې راپور وړاندي سو، چي د غونډي د ګډونوالو له لوري پرې هر اړخیز بحث او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې. سربېره پر دې د نفتي موادو د کیفیت او کنټرول ریاست اړوند د ځینو سوداګرو پر ستونزو او حل لارو، د ګمرکونو لوی ریاست او د شکایتونو د اورېدو ریاست پر ځینو موضوعاتو هم خبري او پرېکړي وسوې.
د یادوني ده، چي دغه ناستي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي، چي ورته ناستي به په راتلونکي کي هم ترسره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال نولسمه اداري ناسته وسوه!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د روان (۱۴۰۳) کال نولسمه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي وسوه، چي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د مرکز او ولایتي ګمرکونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل سو!

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د مرکز او ولایتي ګمرکونو(۴۰) تنو کارکوونکو ته د ګمرکي، قوانینو، طرزالعملونو، بیي ټاکني او بررسۍ په برخو کي. . .

BACK TO NEWS