د مرکز او ولایتي ګمرکونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل سو!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۲
...........

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د مرکز او ولایتي ګمرکونو(۴۰) تنو کارکوونکو ته د ګمرکي، قوانینو، طرزالعملونو، بیي ټاکني او بررسۍ په برخو کي روزنیز پروګرام پیل سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوی عبدالهادي سیف الخالد، د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس حافظ حضرت علي، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یادي اکاډمۍ ښوونکو ګډون کړی وو.
د غونډي په پرانیستې وینا کي د دعوت او ارشاد رئیس وویل، چي هر نظام نظم ته اړتیا لري او ټول کارکوونکي باید په پوره صداقت او سپېڅلتیا خپلي چاري ترسره کړي.
د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس، روزنیز پروګرامونه د کاري بهیر په ښه کولو کي خورا مهم وبلل او ټینګار ئې وکړ، چي کارکوونکي باید له دې اسانتیاوو څخه اعظمي ګټه واخلي او مسئولیتونه په پوره اخلاص او ريښتينولۍ سره سرته ورسوي.
د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام به یوه میاشت دوام وکړي، چي له دې سره به د یادو ګمرکونو د کارکوونکو وړتیاوي لوړي او د اړوندو ګمرکونو په چارو کي به هم لا ښه والی راسي.
د یادوني وړ ده، چي د ولایتي مستوفیتونو مالیاتي حوزو او د اصنافو برخي (۴۶) تنو کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو او مالیاتي سیسټمونو په برخو  کي د (مسلکي کولو) تر سرلیک لاندي جوړ سوی روزنیز پروګرام هم د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

د ابو نصر فراهي په ګمرک کي په لومړي ځل امنیتي کېمرې نصب او له مرکز سره ونښلول سوې!


د کب ۲۳مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي په لومړي ځل (۳۲) دانې امنیتي کېمرې نصب او له مرکز سره ونښلول سوې.
یادې امنیتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د نهمي دورې ازمويني له پاره د نوملیکني خبرتیا!

 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست غواړي، چي له مالیاتي محاسبینو څخه ازموینه واخلي، د دې ازمویني له پاره به د نوملیکني بهیر د (۲۰/۱۲/۱۴۰۳) مي نېټې څخه پیل او تر (۲۰/۰۱/۱۴۰۴) نېټې پوري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د څه باندي (۷۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړېدو پروژه پرانيستل سوه!


د کب ۲۱مه ۱۴۰۳هـ.ل

د ګمرکونو لوی ریاست تېره ورځ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د (۷۱،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانیستنه وکړه.
په دې. . .

BACK TO NEWS