هیواد کي پر تولید سوي ګول سیخ صادرولو لس سلنه محصول معاف سوو.

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۲۱:۲
خبر

صادرات چي د یوه هیواد په اقتصادي وده کي کلیدي رول لري او کورنیو تولیداتو ته د ځان بسیایني لپاره لاره هواروي نو له همدې کبله د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د مالیې وزارت په هيواد کي دننه پر توليد سوي ګول سيخ لس سلنه محصول معاف کړ.

دماليې وزارت دپلان له مخي دا اقدام د کورنیو تولیداتو لپاره د نړيوال بازار د پراختيا او پر وارداتو باندي زموږ د هيواد د تکیې راکمولو او د اقتصادي وضعیت ښه کېدو په هدف سوی دئ.

له ملي سوداګرو سره د سوي ژمني له مخي او دوئ ته د اسانتیاوو برابرولو او مالي ځان بسیایني ته د رسېدو لپاره به د اوسپنو ویلي کولو فابریکو فعالیتونه او چاري رواني وساتل سي او همداراز له دې وروسته د ګول سيخ پر صادرولو لس سلنه محصول معاف دئ.

دغه راز د مالیې وزارت مشرتابه او اړوندو مسؤلینو د هیواد اقتصادي وضعیت او د صادراتو ودې ته په ځانګړې پاملرنه د یو نېک ګام په پورته کولو سره هوکړه وکړه، چي په افغانستان کي تولید سوی ګول سیخ چي د میاشتې به۱۰۰۰ ټنه یوازي پاکستان هیواد ته صادریږي او د یوه ټن بیه به تر۹۰۰ امریکایي ډالرو لوړه وي، له لس سلني محصول اخیستو پرته صادريږي.

په داسي حال کي چي تر دې مخکي د هیواد زړې اوسپني ګاونډیو هیوادونو ته یو ټن د ۳۰۰ امریکایي ډالرو په شاوخوا ارزښت صادرېدی او د صنعت کارانو د پرلپسې غوښتنو پر اساس يې صادرول په کلکه ممنوع اعلان سول.

دا چي پانګوال او ملي سوداګر زیانمن نه سي د پورتنۍ هوکړي له مخي به اوس د هیواد تولید سوی ګول سیخ د سيمي هیوادونو ته له ستونزي پرته صادریږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۶
Background image

د هیواد ۳۴ ولایتونو د املاکو مدیرانو ته انلان سیمینار جوړ سو


د وري ۲۵مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري د امارتي ځمکو او جایدادونو د اجارې په تړاو د نوي منظور سوي قانون پر اساس او د هیواد ټولو مستوفیتونو د املاکو برخي. . .

BACK TO NEWS