د افغانستان د بیا رغونې صندوق د رهبرۍ کمیټې لخوا د دغه صندوق څلور کلنه استراتیژي تصویب شوه.

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۳
خبر

د افغانستان د بیا رغونې صندوق مشرتابه کمیټې نن په خپلې کلنۍ غونډه کې د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د نوموړي صندوق نوې استراتیژۍ تصویب کړه. د افغانستان د بیا رغونې صندوق چې د افغانستان دولت د پراختیايي پروګرامونو یوه ستره تمویلونکې سرچینه ده، د ۳۴ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ازستازیتوب یې مشري او مدیریت د نړیوال بانک لخوا کېږي.

د دې صندوق د مشرتابه کمیټې په کلنۍ ناسته کې د افغانستان دولت رسمي چارواکو او د مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو ادارو سفیرانو او استازیو ګډون کړی و. ګډون کوونکو لوریو د افغانستان د پراختیايي آجنډا د پرمخ وړلو په موخه د دولت له پروګرامونو څخه د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مرستو او ملاتړ په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وکړې.

دا غونډه په ګډه توګه د افغانستان د مالیې وزارت د سرپرست، محمد خالد پاینده او د سویلي آسیا هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مرستیال، هارتویګ شېفر لخوا ترسره شوه.

د افغانستان د بیا رغونې صندوق د نقش او ارزښت په اړه د مالیې وزارت سرپرست، محمد خالد پاینده د غونډې په پیل کې داسې وویل:" د افغانستان د بیارغونې صندوق له نړیوالو همکارانو سره د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې زموږ د اساسي مباحثو او اړیکو یواځنی آسانتیا برابرونکې بنسټ ګڼل کېږي او د افغانانو لپاره د یوه سوکاله ژوند په برابرولو او د پراختیايی نتایجو په ترلاسه کولو کې د افغانستان د اوږد مهالو هڅو په عملي کېدو کې کلیدي ونډه لري. اوسنیو شرایطو ته په کتلو سره د افغانستان د بیارغونې صندوق مرستې خورا مهمې دي او موږ د نړیوالې ټولنې له بې ساریو او دوام داره مرستو د زړه له کومې مننه کوو”.

د افغانستان د بیارغونې صنوق د دولت د بودیجې د یو ستر تمویلونکي بنسټ او همدارنګه د افغانستان د سولې او پراختیا د ملي پلان د تطبیق د یو کلیدي عنصر په توګه ګڼل کېږي. افغان حکومت د افغانستان د بیارغونې صندوق په ملاتړ او د نړیوالو همکارانو په مرسته د فقر او بیوزلۍ په له مینځه وړلو، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو، د ملکي بودیجې د لګښتونو په تامین او په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو اصلاحاتو تطبیق کې کار کوي.

په دې غونډه کې د سویلي آسیا هېوادونو لپاره د نړیوال بانک مرستیال، ښاغلي هارتویګ شېفر وویل:” د افغانستان د بیا رغونې صندوق په نړیوال بانک کې تر ټولو ستر وجهي صندوق ده چې د نړیوالو تمویل کوونکو هېوادونو او ادارو مالي مرستې د یو هېواد لپاره ترلاسه کوي. په داسې حال کې چې افغانستان د کوویډ-۱۹ د زیانونو او منفي اغیزو او یو مبهم سیاسي وضعیت سره مخامخ ده، د افغانستان د بیارغونې صندوق له افغان حکومت سره د عامه خدمتونو په ترسره کولو او د افغانانو لپاره د اړینو اصلاحاتو د تطبیق په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. نننۍ ناسته د افغانستان له خکلو او د تېرو ۲۰ کلونو له لاسته راوړنو د نړیوال بانک او نړیوالې ټولنې جدي ملاتړ په ډاګه ګوي چې په خورا سختي سره ترلاسه شوي دي”.

نوې ستراتیژۍ چې د ۱۴۰۰ نه تر ۱۴۰۳ (۲۰۲۱ – ۲۰۲۴) کلونو لپاره د مالي او همکارۍ پروګرام په نوم یادیږي، د افغانستان د بیا رغونې صندوق د پانګونو لپاره یو لارښود چمتو کوي او د افغانستان دولت د پراختیايي پالیسیو او پروګرامونو لپاره د نړیوالو تمویلونکو د ونډه اخیستنې یوه تګلاره وړاندې کوي.

نوې استراتیژۍ چې د افغانستان دولت او د افغانستان د بیا رغونې صندوق له تمویل کوونکو سره په ګډه همغږۍ طرحه شوې، د دغه صندوق پروګرامونه په افغانستان کې وضعیت او حالاتو ته په کتلو سره تنظیم کېږي. له بلې خوا دا استراتیژۍ د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم ملي پلان او د افغانستان د ګډون چوکاټ د اصولو په ړنا کې چې د جینوا د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې تصویب شول، همغږي لري او له مخې به یې د دغه صندوق پروګرامونه انعطاف منونکي وي.

د افغانستان د بیا رغونې صندوق استراتیژۍ کې شپږ لومړیتوبونه ځای لري: جنسیتي برابري، د منازعاتو حساسیت، د اقلیم بدلون، د افغانستان د بیارغونې صندوق په پروژو باندې جدي څارنه او شفافیت، استراتیژیکې تخنیکي مرستې او د پراختیايي پروژو پر نتایجو کره څارنه.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس، هینري کرالي په دې غونډه کې وویل:” په دې موخه چې څنګه به افغانستان د کوویډ-۱۹ ویروس له منفي اغېزو سره مقابله کوي او په راتلونکې کال کې به د پراختیا په لوري ګام اوچتوي، اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي. د نړیوال بانک ګروپ به د افغانستان دولت او نورو پراختیايي شریکانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او موږ به اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان خلکو ته د اړینو خدماتو په رسونه کې خپل مالي ملاتړ ته ژمن پاتې شو”.

خبر

همدارنګه به د افغانستان د بیارغونې صندوق د مشرتابه کمیټې لخوا په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د فعالیتونو او پایلو څیړنه تصویب شوه. دا کار به د افغانستان د بیا رغونې صندوق نړیوالو تمویلونکو ته دا زمینه برابره کړي څو په افغانستان کې موجوده ګواښونه او فرصتونه وپېژني او د راتلونکو کلونو لپاره د دې صندوق پراختیايي پروګرامونه طرحه او عملي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست ۱۳ شکایتونه حل او فصل کړي دي

د کب ۱۱مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د دلوي میاشتي په اوږدو کي د مالیه ورکوونکو د شکایتونو (۱۳) قضیې د قانون له مخي تر څېړني وروسته حل او فصل کړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې

د کب۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS