د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۸:۱۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس ذبیح الله زیارمل سره د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او د سټنډرډ ملي ادارې یو شمېرغړو حضور درلود، دواړو لوریو د یادې ادارې په تشکیل، د NTA کارکوونکو په ګمارنه او د معاشونو د ورکړې په کچه، په سرحدي او محصولي ګمرکونو کې د دې ادارې د کارکوونکو لپاره د امکاناتو او تأسیساتو برابرولو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ذبیح الله زیارمل، د یادې ادارې د تشکیل په اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړه، چې په دغه اداره کې۷۰ تش بستونه موجود دي، چې ډېری یې تخصصي او فني دي. نو په دې اساس د فني او تخصصي کارونو د پر مخ وړلو لپاره کم تر کمه ۴۱ NTA بستونو ته اړتیا ده او اړینه ده چې جدي پاملرنه ورته وشي. همدارنګه نوموړی، د ګمرکونو او سټنډرډ ملي ادارې تر منځ د لا همغږۍ او همکارۍ غوښتونکی شو.

د مالیې وزارت سرپرست د یادو ستونزو د بنسټیز حل په برخه کې یادونه وکړه، چې د سټنډرډ ملي اداره دي د یادې ادارې د معاشونو د سکل نوې طرحې لپاره یو پروپوزل چمتو کړي؛ تر څو د لازمو پرېکړو په موخه اړوندې کمېټې ته وړاندې شي.

خبر

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ګمرکونو عمومي ریاست او سټنډرډ ملي ادارې تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په موخه یو ګډ هوکړه لیک ترتیب شي، تر څو د دواړو لوریو مسولیتونه مشخص او کارونه په سمه توګه ترسره شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غويي۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS