د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ
د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو له ګمرکونو او مستوفیتونو او همداراز د هلمند ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي ملا عصمت الله منیب د یادو ادارو له مسئولینو سره د پلټني سپارښتنو د تطبیق د څرنګوالي، په شفاف ډول د ملي عوایدو د راټولولو، د لګښتونو د اغېزمن کنټرول او د مالیه ورکوونکو او مراجعینو غوښتنو او ستونزو ته د رسېدني او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبري وکړې او له اړوندو مسئولینو سره ئې په دې برخه کي لازمي مشورې شریکي کړې.
د یادوني وړ ده، چي یادو ادارو د دې ریاست د پلټونکو له لوري ورکړل سوي ډېری سپارښتني تطبیق کړي او ژمنه ئې وکړه، چي د پاتي سپارښتنو د تطبیق له پاره به جدي ګامونه پورته کړي.
په پای کي د کورنۍ پلټني لوی رئيس د ذکر سویو ادارو د مسئولینو او کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې، چي د حل په موخه به ئې ډېر ژر د مالیې وزارت له مقام سره شریکي کړي.
