د ګمرکونو او عوایدو معین د زابل او غزني ولایتونو ته سفر وکړ!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۱:۵۸
..........

د وري ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په دوام دا ځل زابل او غزني ولایتونو ته سفر وکړ او هلته ئې د یادو ولایتونو د مستوفیتونو له مسئولینو او د زابل ولایت د والي له مرستیال سره کتلي دي.
ښاغلي سعید د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د نېک چلند، په چارو کي د اړیني همغږۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو لازمي سپارښتني وکړې.
نوموړي د ولایتي مسئولینو ستونزي واورېدې او ورته د اصولي رسېدني ډاډ ئې ورکړ.
د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معین بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي؛ ترڅو د یاد معینیت د اړوندو ادارو له چارو څخه د لیدني تر څنګ د هيوادوالو ستونزي هم له نږدې واوري او پر ټاکلي وخت رسېدنه ورته وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نویو کانسيپټ نوټونو د پېژندني په موخه ورکشاپ جوړ سو!


سه شنبه د چنګاښ ۱۰ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د (۱۴۰۵هـ.ل) کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نويو کانسيپټ نوټونو (لومړنیو طرحو) د پېژندني په موخه د عامه پانګوني پروسې ورکشاپ د پالیسۍ معینیت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د ملت سوداګریز مارکېټ رغنیزي چاري په چټکۍ رواني دي!


د چنګاښ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت اړوند د ملت په نوم سوداګریز مارکېټ، چي د کابل ښار په درېیمه ناحیه (میرویس میدان) سیمه کي موقعیت لري او تړون ئې د عامه او خصوصي مشارکت له لاري د مالیې. . .

BACK TO NEWS