د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي شپږمه ناسته وسوه
د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد په مشرۍ او د اداري چارو او ګمرکونو او عوایدو معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۴۷هـ.ق) کال د رهبرۍ پلاوي شپږمه ناسته د دغه وزارت په مقام کي وسوه.
په دغه ناسته کي د بولۍ له لاري د تېلو او ګازو خرڅوونکو له پاره د مالیې نورم پر وضعه کولو، هیواد ته له بهر څخه د ډکو افغاني وسایطو د خاک پولۍ د معافیت، هیواد ته د باکیفیته نفتي محصولاتو د واردوونکو له پاره د ځانګړي امتیاز او تخفیف، د ګمرکونو د پراختیايي پروژو د ښه تطبیق، د ګودامونو د معیاري کولو او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناستي د یاد وزارت د اړوندو څانګو ترمنځ د غوره همغږۍ، ستونزو د حل، چارو ته د ښې رسېدني او لا پرمختګ په موخه ترسره کېږي.
