د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په لړ کې د یادو ولایتونو له مستوفیتونو او ګمرکونو له چارو څخه ليدنه وکړه او هلته یې د عوایدو راټولولو بهیر، په لګښتونو کې د سپما اصل په پام کې نیول او نورې اړوندې چارې له نږدې و ارزولې او د د لا ښه والي په موخه یې مسئولینو ته لازمي سپارښتني هم وکړې.
د مالیې وزیر او مل پلاوي د ولایتي مسئولینو پرمختګونه وستایل او د هغوی ستونزي یې هم واورېدې، چې شته ستونزو ته د رسېدو په موخه د اصولي اجراآتو بشپړ ډاډ ورکړل شو.
