د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه (۷۰) تنه قوماندانان فارغ شول

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۰
..........

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ماليې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه د مرکزي او ولايتي امنيتي مفروزو او ګرځنده څارنې (۷۰) تنه قوماندانان له (۱۰) ورځني روزنيز سيمينار څخه فارغ شول.
په همدې تړاو جوړو شویو ځانګړو مراسمو کې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو معين الحاج مفتي عبدالمتين سعيد، د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې عمومي قوماندان حافظ مولوي محمد نور عبيد، د ښوونې او روزنې مدير مفتي عبدالرزاق عبيده او ګڼ شمېر نورو مسئولينو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو او عوايدو معين فارغ شويو قوماندانانو ته په خطاب کې وویل، چې کله تاسو خپلو مسئوليتونو ته ور وګرځئ تر خپلو لاس لاندې کسانو او چارو په برخه کې په حق پرېکړه کوئ، د حق پلویان اوسئ، له قوم پرستۍ، لسان پرستۍ څخه ځانونه وساتئ، په خپلو منځونو کې د اتحاد، اتفاق او د ورورولۍ فضا رامنځته کړئ، ځکه په اتحاد او اتفاق کې مو د وطن خير او ابادي ده.
ښاغلي سعيد زياته کړه، چې د يوه ښه مسئول صفات او نښې دادي، چې بايد امين وي له خيانت، فريب، چل او دوکې څخه لیرې وي، مسئول بايد د نفس تابع نه وي، مسئول بايد شجاع وي د ښې تجربې او زکاوت خاوند وي.
غونډه د تصديق پاڼو په وېشلو او د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده، چې د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعه د ماليې وزارت اړوند تاسيساتو او سوداګریزو توکو د ساتنې سربېره، د قاچاقي توکو، ملي عوایدو له تېښتې او ګمرکي سرغړونو څخه د مخنیوي مسئولیت په غاړه لري.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پروسږ کال په څلورمه ربعه کې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په څلورمه ربعه کې څه باندې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې ډېری معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر پرېکړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۰
Background image

د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه (۷۰) تنه قوماندانان فارغ شول

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ماليې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه د مرکزي او ولايتي امنيتي مفروزو او ګرځنده څارنې (۷۰) تنه قوماندانان له (۱۰) ورځني روزنيز. . .

BACK TO NEWS