د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۳
.......

د زمري ۱۱مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د مستوفیتونو د چارو مرستیال او د عوایدو لوی ریاست اړوندو رئیسانو او آمرینو په ګډون د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه.
د ناستې په پيل کې د عوایدو لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل، چې د مستوفیتونو او مرکز ترمنځ د همغږۍ د پیاوړي کولو او د پرېکړو د اغېزمن تطبیق لپاره دا ډول آنلاین ناستې په منظم ډول ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې مسئولین باید خپلې دندې په پوره مسئولیت ترسره کړي؛ ترڅو چارې له ځنډ پرته په ټاکلي وخت بشپړې او د کار په بهیر کې هر ډول نیمګړتیاوي له منځه ولاړي شي.
د عوایدو لوی رئیس همداراز محترمو مستوفيانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د چارو د لا ښه تنظیم لپاره د څارنې او همغږۍ کمېټې جوړې کړي؛ ترڅو له هغو کارکوونکو سره چې په ځینو برخو کې لا ډېرو لارښوونو او همکاریو ته اړتیا لري اړینې همکارۍ وکړي او اړوندې چارې یې په ښه توګه ترسره شي.
د ناستې په لړ کې د ودونو د تالارونو او مېلمستونونو د اجراآتو او څارنې، د روغتیايي مرکزونو د عوایدو د ټاکنې او څارنې او د دوسیو د ارزونې په تړاو د عوایدو لوی ریاست د ځانګړې پرېکړي، چې وروستی مکتوب یې د مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست له لوري صادرېږي، د ولایتونو د خدمتونو د وړاندې کولو برخي د (KPI)  او د (۱۴۰۴) هـ.ل او (۱۴۰۵) مالي کال د لومړۍ ربعې مقایسوي راپور د اړوندو موضوعاتو په تړاو هر اړخیز بحثونه وشول.
په پای کې د ګډونوالو پوښتنو او وړاندیزونو ته ځوابونه ورکړل شول او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۹
Background image

د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره دایر شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره د پلټنې په تړاو یو میاشتنی تخصصي روزنیز پروګرام په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت نهمه ناسته وشوه

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د عوایدو د تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال او د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په ګډون د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

د زمري ۱۱مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د مستوفیتونو د چارو مرستیال او د عوایدو لوی ریاست اړوندو رئیسانو او آمرینو په ګډون د مستوفیتونو. . .

BACK TO NEWS