د تورغونډۍ بندر لپاره د کمپلکسي تأسیساتو د جوړولو اساسي پلان چمتو او پلی کیږي
د زمري۱۵مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر "حقاني" د بېلابېلو امارتي ادارو د استازو په ګډون هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر موخه د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، د تورغونډۍ بندر لپاره د سرحدي معیارونو په پام کې نیولو سره د کمپلکسي تأسیساتو د جوړولو ځانګړی اساسي پلان ترتیب او پلي کول ده.
یاد پلان به د املاکو، اقتصادي او امنیتي اړخه په بندرونو کې د نظم راوستلو لپاره د هر ډول خدمتونو، اړتیاوو او شته ستونزو ته ځواب ویونکی وي.
د دغه سفر په ترڅ کې د یاد بندر لپاره د یو معیاري، جامع او د تطبیق وړ اساسي پلان د چمتو کولو په موخه له بېلابېلو برخو څخه ساحوي لیدنه ترسره او د شته وضعیت هر اړخیزه ارزونه وشوه.
همدا راز، د هرات ولایت له والي سره په همدې تړاو کاري ناسته وشوه، چې پکې د کمپلکسي تأسیساتو د جوړولو، د بندر د اداري، اقتصادي او امنیتي چارو د تنظیم او د شته ستونزو د حل او د اړوندو ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
