د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ezat_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
--------

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړ تناژ درې تلې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
له دغو تلو څخه یوه یې د کندهار په محصولي ګمرک او دوې نورې یې د فراه په ګمرک کې نصب شوې دي.
د هرې تلې په څلورو خواوو کې د لا ښه نظارت او کنټرول په موخه پنځه امنیتي کېمرې هم لګول شوې دي، چې د وزن د معلومولو په پارچه کې د موټر د انځور چاپولو وړتیا لري. هره تله د(۱۲۰) ټنه وزن معلومولو ظرفیت لري، چې (۲۲) متره اوږدوالی او (۳) متره پلنوالی لري. همدارنګه د تلو د لا ښې ساتنې په موخه د هرې تلې لپاره سایوانونه هم جوړ شوي دي.
د دغو تلو په فعالېدو سره به د سوداګریزو محمولو د دقیق وزن معلومولو ترڅنګ د اضافه وزن او د ګمرکي عوایدو د ضایع کېدو مخنیوی وشي او د سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو په بهیر کې به لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي میزاني (بودیجې) څخه ورکړل شوی او د تلو د نصب او فعالولو چارې د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره شوې دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS