د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ درېیمه ناسته وشوه
د وږې ۸ مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ، د دې معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۴۸هـ.ق) کال د همغږۍ درېیمه ناسته د دواړو ریاستونو د رئیسانو، مرستیالانو او مسئولینو په ګډون سره وشوه.
په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین په خپلو خبرو کې وویل، چي د اسلامي امارت مسئولیتونه په حقیقت کې د الله تعالی امتحان دی؛ نو د دې امتحان د بریالي کېدو لپاره مسئولین باید خپلو دندو او مسئولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي، په چارو کې شفافیت رامنځته کړي او د مراجعینو کارونه پر وخت ترسره کړي.
ورپسې د تېري ناستي د پرېکړو او اجراآتو راپور وړاندې شو او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د اړوندو موضوعاتو د لا ښه تنظیم، د چارو د اغېزمنتیا او د ریاستونو ترمنځ د لا غوره همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
په پای کې د یاد معینیت د دعوت او ارشاد مسئول د اړوندو ریاستونو له مسئولینو څخه وغوښتل، چي د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي لارښوونو په بشپړ تطبیقولو کې پوره همکاري وکړي.
