تعرفې کمېټې د روان مالي کال دوهمه ناسته جوړه سوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۳:۲۰
خبر

د تعرفې کمېټې د (۱۴۰۲) مالي کال دوهمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
په دې غونډه کي، چي د یادي کمېټې غړو هم ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د تعرفې کمېټې په ارزښت خبري وکړې.
د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د پولي ایتلین له ډولونو څخه د پلاستیکي کڅوړو، د تورو نلونو او د جستي رویې اوسپنیزو نلونو او بطریو د وارداتي تعرفو په اړه د سوداګرو او صنعتکارانو غوښتني د غونډي له ګډونوالو سره شریکي کړې او د لا ښه وضاحت په موخه ئې د یادو اقلامو د اوسنۍ تعرفې، په افغانستان کي د یادو اقلامو د تولیدي فابریکو د ظرفیت او د دغو فابریکو له لوري د ورکړل سوو مالیاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودي اصل ته په کتو سره ئې په اړه اړیني پرېکړي وکړې.
همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کي د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د یو شمېر اجناسو لپاره د تعرفې ملي کوډونو په جوړېدو هم پرېکړه وسوه.
د دې ترڅنګ په دې کمېټه کي د رومیانو، پیازو، کچالو، هندواڼو، خټکيو، او بادرنګو د موسمي جنترۍ وړاندیز سوي بدلونونه هم ومنل سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وسوه

د وري۳۰مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

BACK TO NEWS