تورخم په ګمرک کي د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه ونیول سوه
د تورخم ګمرک کارکوونکو په یوه صادراتي محموله کي د (۲۲۱.۹۹) کیلو ګرامه قیمتي ډبري چي په ځانګړو پوښونو یا (بار جامو) کي ځای پر ځای سوي وې کشف او ونیولې.
دغه ډبرې چي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي وې او قاچاق وړونکي غوښتل، چي په پټ ډول ئې ګاونډي هیواد ته ولېږدوي.
د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي هم د یاد ګمرک کارکوونکو د بېلابیلو قاچاقي او ممنوعه توکو له وارداتو او صادراتو څخه مخنیوی کړی او عاملین ئې اړونده ارګانونو ته ور پېژندلي دي.
