ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

admin_mof
اطلاعیه

د ماليې وزرات د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو ته، چي تر اوسه ئې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل رسمي استازي نه دي معرفي کړي، خبر ورکوي، چي ژر تر ژره خپل استازی د سوداګرۍ او پانګوني خوني له لاري د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته معرفي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخي ټول سوداګریز شرکتونه مکلف دي، چي په ګمرکونو کي خپل سوداګریز توکي د رسمي استازي له لوري طی مراحل کړي. همداشان د دې حکم له مخي یو شخص کولای سي، چي حد اکثر د درو شرکتونو استازیتوب وکړي.
یاد حکم اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ دئ او د سوداګریز شرکت له رسمي استازي پرته بل چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي ګمرکي طی مراحل تر سره کړي.
د یادوني وړ ده، هغه سوداګریز شرکتونه، چي تر اوسه ئې خپل رسمي استازي نه دي معرفي کړي، خپل غوښتنلیکونه دي په مرکز او ولایتونو کي د سوداګرۍ او پانګوني خوني ته وسپاري، چي د پانګوني خونه بیا د دوی غوښتنلیکونه د رسمي مکتوب له لاري د نورو اجراآتو لپاره د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته استوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۴۷
Background image

 ماليې وزارت د گمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء عالي مقام د (۱۰۷۵) گڼي (۱۴۴۵-۲-۲۶) نېټې د حکم پر

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۲:۱۹
Background image

 ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

د ماليې وزرات د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو ته، چي تر اوسه ئې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل رسمي

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

سوداګرو ته د لا اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د پکتیا محصولي ګمرک، د ډنډ پټان سرحدي ګمرک ته ولېږدول سو

د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کي سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په لړ کي دا ځل د پکتیا محصولي ګمرک، چي د دې ولایت په مرکز

وروستي اعلانونه

Back to announcements