اداري فساد

 

ابو محمد ابراهیمي د حقوقي بورد غړی

دا یوه جوته خبره ده، چي اداري فساد زموږ په هیواد کي د ډیرو کورنیو او نړیوالو ستونزو او ګواښونو سره لاس او ګریوان کړي وو، په داسي حال کي چي افغان ولس د څلورو لسیزو را هیسې د جګړې، بیوزلۍ، کډوالۍ، بې کارۍ او دې ته ورته ډول - ډول ستونزو سره لاس اوګریوان دئ

 اسلامي ارزښتونوته وده او پراختیا د مسلمانانو له مهمو دندو څخه ګڼل کیږي، هرڅوک اوهره ټولنه چي د اسلامي فرهنګ د پراختیا لپاره قلم او یا بل کوم ګام اخلي په حقیقت کي خپل اساسي مسؤلیت سرته رسوي.

له شک پرته د مسلمانانو په منځ کي د ستونزو، بدمرغیو او وروسته والي او ډول - ډول نادودو شتون اصلي علت او لامل په اسلام نه پوهېدل او د ژوند په بېلا بېلو برخو کي د اسلامي احکامو نه پلي کول او غیر اسلامي قوانینو ته رجوع کول دي.

پرهمدې بنسټ د موجوده ستونزو او مشکلاتو د کموالي او د یوې سالمي، نېکمرغي له فساد څخه پاکي او په اسلامي عقیده ولاړي ټولني د رامنځ ته کولو لپاره لازمه او ضروري ده، چي د دین دعلماوو، پوهانو، لیکوالانو او تحقیاتي ادارو لپاره د څېړنو، لیکنو او خپرونو زمینه برابره سي؛ ترڅو مسلمانان او د اسلامي ټولني ټول وګړي په آسانۍ سره وکولای سي د هغوی له آثارو او خپرونو څخه ګټه پورته کړي او خپلو بې شمیره ستونزو ته خاتمه ورکړي.

په دې ستونزمنو حالاتو کي د موجوده ستونزو د حل لپاره په کار ده، چي د اداري فساد سره د مبارزې او لمنځه وړلو په برخه کي کوټلي ګامونه اوچت سي، ترڅو دا بدرنګه پديده زموږ له ټولني څخه ورکه او له اداري فساد څخه پاکه ټولنه رامنځ ته کړو.

څرنګه چي د اداري فساد له نوم څخه څرګندیږي داد ټولو هغوغیر قانوني کارونو او انحرافاتو پایله ده چي په یوه اداره کي رامنځ ته کیږي، دغه تخلفات او غیر قانوني کړني پرته له دې، چي په اداري چاپیریال کي رامنځ ته کیږي او د اداري صفت او نوم له ځان سره اخلي په خپل ذات کي هم فساد ګڼل کیږي.

 اداري فساد ته اسلامي شریعت هم له همدې زاويې ګوري، په دې معني پرته له دې، چي په کوم چاپیریال او د چا لخوا سرته رسیږي ګناه او فساد ګڼل کیږي.

نو په دې اساس ویلای سو چي اداري فساد ( درغلي) هغه شوم ښکارنده ده، چي هم د اسلامي شریعت او هم د افغانستان د نافذه قوانینو له مخي نامشروع او غیر قانوني عمل دئ، اسلامي شریعت او هم د ګران هیواد قوانین له اداري فساد سره مبارزه هم د ټولني او هم د اسلامي حکومت دنده بولي نو د دې مبارزې لپاره اړینه ده، چي هم يې د اسلامي شرعت او هم د افغانستان د قوانینو په رڼا کي بیان کړو.

اداري فساد په لغت کي له دوو کلیمو(فساد) او (اداري) څخه رامنځ ته سوی دئ.

اول د فساد تعریف: د اسلامي شریعت له مخي فساد په لغت کي د لمنځه تللو او باطېلیدو په معنی راغلی دی عربان وايې : هغه شی فاسد سو یعني باطل او له منځه ولاړ.

ځیني علما بیا وايي فساد د صلاح ضد او یوشي له خپل منځني او اوسط حد څخه د وتلو په معنی دئ.

فیروز آبادي په (القاموس المحیط کي ویلي دي: فساد د یوچا مال په ظلم سره اخیستلو ته وايي او مفسدت د مصلحت دئ.

د مثال په ټول الله تعالی د خلکو دمال د ترلاسه کولو لپاره سمه او شرعي لاره ټاکلې ده، چي په حقیقت کي نیغه او د اعتدال لاره ده؛ نو په ظلم  زور او له غلطي لاري څخه په استفادې له خلکو څخه مال اخیستلو ته فساد وايي.

په اسلامي فقه کي د فساد کلمه هغه کار ته ویل کیږي چي د اسلامي شریعت د احکامو خلاف وي، هغه که په مخالفت کي په سخته بڼه او د حرامو په ډول وي او یاهم په عباداتو کي د مکروهاتو په بڼه، یا په دنیوي چارو کي په اخلاقي برخه کي وي او یاهم په اداري برخه کي وي.

د اداري لفظ تعریف په لغت کي

د اداري کلمه له ادارې څخه اخیستل سوې نسبتي صفتی دئ، چي ادارې ته منسوب دئ.

یعني هغه فساد چي ادارې ته منسوب دی د ادارې کلیمې تعریف د ادارې له اصطلاح سره لازم دئ، ځکه اداري په اصل کي اداري ته منسوب صفت دئ.

د اداري فساد  اصطلاحي تعریف

د اداري فساد اصطلاح له دوه برخو فساد او اداري څخه جوړه سوې او په تیر مطلب کي دا دواړه لفظونه په بېل بېل ډول سره تعریف سول په دې مطلب کي د اداري فساد اصطلاح د اسلامي شریعت او د افغانستان دقوانینو په رڼاکي تعریف کیږي.

په قرآن کریم کي فساد او د فساد له کلیمې اخیستل سوي نوري کلیمې په قرآن کي په مختلفو صیغو سره بیان سوي دي، قرآن کریم په مختلفو مناسبتونو کي نیږدې په پنځوسوسو آیتونو کي د فساد کلیمه راغلې ده چي فساد يې غندلی، مفسدین يې ملامت کړي دي او د فساد خطرونه او د هغه بدي پایلي يې ټولني ته بیان کړي دي.

الله متعال په خپل سپیڅلي کتاب قران عظیم الشان کي د بشریت د لارښووني لپاره د سورة البقرې په ۲۰۵ آیت کي فرمایلي دي.

 ژباړه: او هر کله چي مخ واړوي، نو هڅه کوي چي په ځمکه کي فساد خپور او کښت او نسل له منځه وړي او الله تعالی فساد نه خوښوي.

مفسیرونو د فساد له کلمې څخه په مختلفو آیتون کي مختلف مفاهیم را ویستلي دي چي د هغوی له ډلي څخه ځینوته يې داسي اشاره کولای سو، ګناه کول، وراني کول، بیوزلي او دښتمنۍ کمېدل، لارشکونه، د الله تعالی او دهغه له رسول سره جنګ، شرک، قتل، لوږه، وچکالي او دبرکت له منځه تلل، ظلم کول، په زوره د خلکو مال خوړل او د پیغمبرانو او مؤمنانو وژنه.

په نبوي احادیثو کي هم د فساد د لفظ یادونه سوې ده

په نبوي احادیثو کي د فساد لفظ ډير ځلې تکرار سوی دئ، له ابودرداء رض عنه څحه روایت دئ چي نبی کریم ص فرمایلي دي: آیا تاسې (له هغه عمل) څخه چي له روژې، لمونځ او صدقې څخه زیات اجر او ثواب لري خبر کړم؟ صحابه کرامو وویل هو! رسول الله ص وفرمایل: د خلکو ترمنځ د سولي لپاره منځګړیتوب ځکه د خلکو ترمنځ فساد جوړول هلاکوونکی دئ. په دې حدیث شریف کي نبي کریم ص فساد د هلاکوونکي عامل په توګه یاد کړی دئ او هغه يې د ټولني لپاره خطرناک او د ټولني لمنځه وړونکی بللی دئ.

په یوه بل حدیث شریف کي چي د حضرت معاویه رض څخه روایت سوی، هغه وايي: له رسول کریم ص څخه مي واورېدل چي ویل يې، که د خلکو پټې دی ولټولې ( د شخصي حریم جاسوي دي وکړه) هغوی دي فاسد کړل ایا نږدې ده چي فاسد يې کړې.

په اسلامي شریعت کي د اداري فساد تعریف

لکه څرنګه مو چي د فساد په مفهوم کي وویل هر هغه عمل چي د اسلامي شریعت له احکامو او اهدافو سره په ټکر کي وي معصیت او فساد شمیرل کیږي، نوکه د امعصیت د اداري او یاهم د اداري د اجراآتو له لاري ترسره سي نو اداري صفت اخلي او اداري فساد ورته ویل کیږي.

د افغانستان په قوانینو کي د اداري فساد تعریف

د افغانستان له رشوت او اداري فساد سره دمبارزې د قانون په دریمه ماده کي د اداري فساد په تعریف کي وايي چي هر هغه عمل چي د دولتي او یاعامه خدمتونو د کار کوونکو لخوا د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره ( په مشخصه توګه په هغو صورتونو کي چي په دې قانون کي يې یادونه سوې ده ترسره سي اداري فساد بلل کیږي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .