اطلاع رسونې سیستم
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې مالیې وزارت د دې قانون له انفاذ سره سم د اطلاع رسونې مرجع او د دې مرجع لپاره مسؤل کس اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه د څارنې محترم کمېسیون ته معرفي کړ، د هیواد وکړي چې له مالیې وزارت او نورو اړوندو څانګو څخه د معلوماتو تر لاسه کولو غوښتني وي کولی شي زموږ د اطلاع رسونې برخې ته مراجعه وکړي او د اړتیا وړ اطلاعات په خپل سره تر لاسه کړي.
همداشان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پنځلسمې مادې له محتویاتو سره سم مالیې وزارت د متقاضیانو د اړتیا وړ معلومات په خپلو ټولنیزو رسونو کې خپاره کړي.
هغه متقاضیان چې له مالیې وزارت څخه د معلوماتو غوښتونکي وي کولی شي د لاندې شمېرو او ایمیل ادرسونو له لارې غوښتنه وکړي او یا هم مالیي وزارت ته تشریف راوړي.
د دفتر رسمي ایمیل ادرس او شمېره
Email:tamas@mof.gov.af
۰۲۰۲۹۲۴۴۴۰ /۰۲۰۲۹۲۴۲۹۰