افغانستان او ازبکستان د اقتصادي، ترانزیټي او کلتوري دوه اړخیزو اړیکو په لا پراختیا او تعمیق ټینګار وکړ

admin_mof
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲ - ۱۴:۲۰
خبر

د ازبکستان لومړي وزیر سلاکار ښاغلي نادربیک اتاجانوف په مشرۍ د یاد هیواد لوړپوړي پلاوي د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په بلنې په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلل او د زمري میاشتې په ۳۱ مه نېټه د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادي، ترانزیټي او کلتوري ګډه غونډه د مالیې وزارت سرپرست او د ازبکستان د لومړي وزیر سلاکار په ګډه مشرۍ د افغانستان په ولسمشرۍ مانۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د دواړو هیوادونو د اړوندو ادارو استازو ګډون کړې وو، د مالیې وزارت سرپرست د ازبکستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ګډ بین الحکومتي کمېسیون د لاسته راوړنو او د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي کې د دې کمېسیون له رول څخه یادونه وکړه.

خبر

نوموړي زیاته کړه: افغانستان د ریل پټلیو او جادو د جوړولو، کرنې، د نفت او ګازو همداشان د نیمه قیمتي ډبرو د استخراج، نساجي او نباتي غوړیو د تولیدولو په برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه لري، د ازبکستان هیواد څخه چې په یادو برخو کې کافي تجربه لري غواړم چې په دې برخو کې پانګه ونه وکړي.

خبر

همداشان په دې غونډه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اقتصادي او سوداګزیرو اړیکو په لا زیاتوالي او تعمیق، د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان تر منځ په درې اړخیزه ترانزیټي هوکړه لیک، د کابل حلقوي سړک، د قیصار لامان سړک او د کابل – سرخرود سړک په جوړیدو، د کرنې په برخه کې په ځانګړې توګه د افغانستان د پنبې په پلورلو او بنوالۍ کې په همکاریو، د ازبکستان په پوهنتونونو کې د لیسانس، ماستړۍ او دواکتورا په کچه دوه سوه افغان زده کړیالانو د تحصیلي بورسیو په ورکولو، د علمي، کلتوري او بنسټیزو برخو کې د متوسطو او اوږدمهاله همکاریو  په موخه د دوه اړخیز هوکړه لیک په لاسلیکولو، په ټول هیواد کې د خیاطۍ د پنځو دستګاو د جوړیدو په برخه کې د ازبکستان په تخنیکي همکارۍ، د ځمکني ترانزیټ په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د چین، قزاقستان، ازبکستان او افغانستان د ریل پټلۍ په مسیر کې د ترانزیټ او انتقالاتو د فیس په کمولو، د نساجي صنایعو په برخه کې په همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو باندې خبرې وکړې او د غونډې د هوکړې سند لاسلیک شو.

همداشان د ازبکستان لوړپوړي پلاوي د بابر بڼ له موزیم څخه د لیدنې تر څنګ هرات ولایت ته سفر وکړ او دې ولایت له یو شمېر تاریخي ځایونو څخه لکه د اختیار الدین کلا، د امیر علي شیر نوایې او ګوهرشاد بیګم له زیارتونو څخه لیدنه وکړه او د اسلامي نړۍ د دغو علمي، کلتوري او سیاسي شخصیتونو روح ته یې دعا وکړه.

خبر

په پای کې د دواړو هیوادونو دولتي چارواکو د هرات ولایت او د ازبکستان هیواد د باستاني ښارونو تر منځ د ژورو کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو تر منځ د هنري او کلتوري  ټیمونو د سفر او د لا زیاتو هنري او کلتوري پروګرامونو په راه اچولو تر څنګ د کلتوري همکاریو د زیاتوالي غوښتونکي شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS