افغانستان او د اسیایي پراختیا بانک د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت او پراختیا په موخه د وړیا مرستې موافقتنامه لاسلیک کړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۶:۹
خبر

د افغانستان حکومت او اسیایي پراختیا بانک نن د تلې میاشتې په ۳ مه نېټه کندهار ولایت ته د ډهلې بند، چې په هیواد کې دویم ستر بند دی د پراختیا له لارې د اوبو د سرچینو پراخولو لپاره د ۳۴۸.۷۸  میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت وړیا مرستې موافقتنامه لاسلیک کړه.

د وړیا مرستې دغه موافقتنامه، د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، او د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو، ترمنځ چې د کابینې وزیرانو، پارلمان غړو او د حکومت لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود لاسلیک شو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، وویل:" زیات خوښ یم چې نن ورځ د اسیایي پراختیا له بانک سره د ارغنداب ولسوالۍ د اوبو د سرچینو پراختیا لپاره د وړیا مرستې موافقتنامه لاسلیکوم". دغه مرسته د اسیایي پراختیا بانک اختصاصي صندوق له لارې تمویلېږي او د کرنې، طبیعي سرچینو او کلیو پراختیا په برخو کې به ولګول شي. د اسیایي پراختیا بانک له مرستو د زړه له کومي مننه کوم."

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني، د کلیو بیا رغونې او پراختیا او د اوبو او انرژۍ وزارتونو مرستیالانو د دې پروژې په کرنیز ارزښت، د انرژۍ تولید، د دهله بند د ظرفیت زیاتوالي او د خلکو په ژوند د دې پروژې په اغیزو خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک رئیس ښاغلي سنګرو، وویل: "د نن ورځې وړیا مرستې موافقتنامه د اړتیا وړ زېربناوو له لارې د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره د اسیایي پراختیا بانک لوړې مودې ژمنه ده او د تخنیکي او مدیریتي وړتیا لوړولو په برخه کې یې همکاري تائیدوي. دغه پروژه به د افغانستان د کرنې اغېزمتوب، د اوبو د سرچینو مدیریت، انرژۍ تولید او اقتصادي ودي لیدلوري سره مرسته وکړي".

خبر

د افغانستان لپاره د باور وړ، ښه مدیریت لرونکې او پایداره اوبو سرچینې اړینې دي، هغه هیواد چې اوبه پکې کمي او ډېرې فصلي دي د کرنې په برخه منفي اغېز لري. د کرنې سکټور د افغانستان روح بلل کېږي او په ۲۰۱۷ کال کې د دې هیواد کاري ځواک ۶۲.۲ سلنه جوړوله، چې د دې هیواد دوه درېیمه برخه کارګرې مېرمنې په دې برخه کې کار کوي او د ملي اقتصاد ۲۱ سلنه یې ځانته ځانګړې کړي ده. د اوبو وړ مدیریت او د واحدو سرچینو، په ځانګړي توګه د باور وړ اوبونې نه شتون، د کرنې سکټور او د هیواد په اقتصاد کې یې ډېره ونډه ستره ننګونه ګڼل کېږي.

د ارغنداب د اوبو واحدې سرچینې پراختیا پروژه د ډهلې بند لوړې وړتیا او زیاتې ذخیرې په درلودلو سره په لومړي ګام کې په ۱۹۵۲ کې جوړ شو، په کندهار ولایت کې اوبو ته لاسرسی او د اوبو د سرچینو مدیریت ښه کوي. د دې په رغونه کې د اصلي بند لوړېدل، سرځړوبي او د مخزن د کچې زیاتولو اړوند جوړښتونه، د  ۱۳.۶ متر ظرفیت په اندازه د مخزن پوره سطحې زیاتوالی له ۲۸۸  میلیون متره مکعب وړتیا څخه  ۷۸۲ میلیون متره مکعب ته د اوبو ذخیره کولو وړتیا زیاتوي او همدا شان د ۹.۶ کیلومتره په اوږدو د سرک جوړول شامل دي.

د دې بند د ذخیرې وړتیا لوړول، چې د خصوصي سکټور په واسطه به د برېښنا د تولید امکان هم ولري او همدا شان د عمراني شریکانو په واسطه د کندهار ښار، صنعت او شاوخوا سیمو لپاره د اضافه اوبو شونتیا هم رامنځته کړي.   

همدا شان نوموړې پروژه، د کانالونو د وړتیا لوړول او جوړښتونه، دا زار د څارنې او کنټرول سیستم معرفي کول، چې په کندهار ولایت کې د اړتیا وړ خدمتونو ته لاسرسی پیدا کوي او د اوبونې لپاره د باور وړ اوبه زیاتوي.

د اوبو د دوامداره تولید او ښه والي لپاره به د اوبونې ځیرکه ټکنالوژي او پرمختللي کرنیزې لارې چارې وکارول شي.

خبر

په ځانګړې توګه کروندګرې مېرمنې د روزنیزو فرصتونو، تحصیلي بورسونو، ټکنالوژۍ لېږد او سلا مشورې له لارې پیاوړې کېږي.

د کرنې سکټور ته د اسیایي پراختیا بانک له لوري په ټولیزه توګه د ۵۴۵ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه، له دې سکټور سره د اسیایي پراختیا بانک په اوسنۍ مرسته کې د اوبو مدیریت او خړوبونه، د کرنیز بازار بېخ جوړونه، د ارزښت ځنځیري پراختیا، د اوبو د سرچینو یوځای کېدل، بنسټیزه پیاوړتیا او اصلاحات او د کرنې په برخه کې د ښځو ګډون زیاتول شامل دي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

تېره اوونۍ په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه. . .

BACK TO NEWS