افغانستان او د پیسو نړیوال صندوق د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ځای ناستې پروګرام باندې ټینګار وکړ
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۶ مه نېټه د یوه لوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دوبۍ ښار ته سفر وکړ او هلته یې د پیسو نړیوال صندوق له تخنیکي ټیم سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ډلې د اعتباري اسانتیاوو تمدید په نوم د افغانستان حکومت او پیسو نړیوال صندوق د مالي او اقتصادي اصلاحاتو بریالۍ بشپړتیا ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې له ۱۳۸۲ کال راپدېخوا افغانستان د لومړي ځل لپاره وکولی شول، چې له یاد صندوق سره په پلان شویو پروګرامونو کې ټول شاخصونه بشپړ او د مرسته کوونکو په وړاندي د افغانستان باور د پام وړ زیات کړي.
همدا شان دواړو لوریو، د جوړښتي اصلاحاتو په دوام، د لوی اقتصاد او پالیسۍ په پیاوړي کېدو، د دې هیواد د راتلونکو کلونو لپاره د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د افغانستان سولې او پراختیا ملي چوکاټ (ANPDF) ته ورته د یوه نظر په جوړېدو، ملي عوایدو په راټولېدو، اقتصادي وده، د تورم او اسعارو بیې ټیټېدو په ساتنه، د سوداګریز چاپېریال په پیاوړې کېدو، د بشري او فزیکي پانګې د پراختیا په ملاتړ، د سیمه ایزې همکارۍ په پیاوړي کېدو، بېوزلۍ کمولو او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د افغانستان لوري د پیسو له نړیوال صندوق سره د مالي هوکړې تعیقبولو لپاره د دې صندوق تخنیکي ډلې ته خپله لېوالتیا اعلان کړه، چې د هغوی له لوري یې ملاتړ وشو. ورته مهال د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ډلې ټینګار وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې د دې مسئلې د تعقیبولو په موخه مذاکره او تخنیکي بحثونه دي پرې وشي، څو د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ځای ناستې پروګرام د افغانستان له اهدافو او د دې هیواد تر مالکیت لاندي ترسره شي.
