اقتصادي ځان بسیاینه
په یوه شاته پاتي هیواد کي اقتصادي خوځښت یا تحرک د اقتصادي سټراټېژۍ یوې بالقوه انرژۍ، مسلکي او تخصصي کدرونو، پیاوړي لیدلوري او اوږدمهاله اقتصادي پلان ته اړتیا لري، چي په تدریجي توګه د اقتصادي ځان بسیایني لپاره لاره هواره کړي. که څه هم یو پیاوړی اقتصادي هیواد د خپلي اقتصادي ځان بسیایني لپاره د اقتصادي سکټور د پیاوړتیا او غښتلتیا لپاره ټول اړخونه په پام کي نیسي، همدا شان د افغانستان اسلامي امارت لپاره هم اړینه ده، چي دغه هیواد له وارداتي هیواد څخه په صادراتي بدل کړي، کرنیز سکټور، خصوصي سکټور، د کانونو استخراج، روغتیایي سکټور، مالي سکټور او د عوایدو را ټولولو بهیر روڼ، ملي او معیاري کړي، ترڅو بالاخره یو شتمن، صادراتي، زراعتي د سیمي او نړۍ د هیوادونو د پانګوني، سوداګرۍ او وصل ټکی وګرځي.
اسلامي امارت که څه هم د تېر یوه نیم کال په اوږدو کي د سیاسي ناندریو او بهرنیو ښکرورو له خوا د دوه اړخیزه تعامل د منزوي کولو او په ګڼ شمېر فعالیتونو د کړۍ راتنګولو ترڅنګ له اقتصادي او مالي کړکيچن وضعیت سره لاس او ګرېوان دئ، ولي همدې محدودیتونو یې په ځینو کورنیو اقتصادي چارو کي لاس خلاص کړی او ځیني اقدامونه د دې سبب ګرځېدلي، چي د یوه پیاوړي اقتصادي او زراعتي افغانستان پر لوري کوټلي ګامونه واخلي، د ملي بودیجې د ملاتړ لپاره پر نوو مالي سرچینو کار وکړي، ملي بودیجه له خپلو عوایدو بشپړه کړي، د لکونو ملکي او نظامي مامورینو معاشونه ورکړي، د کانونو استخراج ته مخه کړي، د اوبو مدیریت تر ډېره بریده را مهار کړي، د کرنې پیاوړي کولو ته غوره تګلاره چمتو کړي، خصوصي سکټور ته اوږه ورکړي او پر دوی باندي د تېرو مالي جریمو د معافیت ترڅنګ اړتیا ته په کتو لنډمهاله اواوږدمهاله اسانتیاوي رامنځته کړي، د یو شمېر سترو ګمرکونو کاري موده ۲۴ ساعته کړي، د مالیاتو نورم ټیټ کړي، په مرکز او ولایتونو کي مالیاتي باقیات را ټول کړي او د صنعتي فابریکو لپاره د خامو موادو او اوسپنو پر لېږد او قاچاق بندیز ولګوي.
له دې ټولو سره د اقتصادي خپلواکۍ لپاره غوښنه برخه له فساد، بډو اخیستو او د عوایدو د تېښتي له مخنیوي سره کلکه اراده او مبارزه ده او دغه چاره د اسلامي نظام په هډونو کي نغښتې ده. له اداري فساد سره مبارزې وکولای سول، چي د عوایدو د تېښتي مخه ونیسي، ملي عواید لوړ سي، په لکونو جریبه دولتي ځمکي د دولتي شرکتونو له لوري راوګرځي، له پښو لوېدلي دولتي شرکتونه بیا فعالیت پیل کړي او مهمه دا چي دولتي شرکتونو ته په یوه ځانګړي میکانیز ترجیح ورکړل سي، چي د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره تر هر څه لومړیتوب لرونکی بنسټ دئ.
اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته په ګمرکونو کي د لازمو او اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرۍ پراختیا ته هم لومړیتوب ورکوي. دغه اسانتیاوي نه یوازي دا چي د هیواد په اقتصادي پیاوړتیا، د سوداګرو لېوالتیا او د یوه ځان بسیا افغانستان زېری دئ، بلکي په ډېر نږدې راتلونکي کي به افغانستان د ګاونډیو، سیمي او نړیوالو هیوادونو د سوداګرۍ، راکړي ورکړي او په ټوله کي د وصل په نقطه بدلوي، چي هم به له یادو هیوادونو سره کور او کلی یوو او هم د ذکر سوو هیوادونو په منځ کي انشاالله په یو نړیوال بازار بدل سو. ځکه چي د اسلامي امارت له راتګ را وروسته د سوداګرۍ کچه، د محمولو تګ راتګ او د سیمي له هیوادونو سره راکړه ورکړه په مقایسوي بڼه زیاته سوې ده.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .