المان حکومت له افغانستان سره د ۵،۱ میلیارده افغانیو مالي مرستې ژمنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۷:۲۷
المان

 نن په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د المان د فدرالي جمهوریت تر منځ د همکارۍ په اړه حکومتي سلامشورې پای ته ورسیدې. د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) ژمنه وکړه چې شاوخوا ۵،۱ میلیاده افغانۍ (۵۹ میلیونه یورو ) به په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ، پایښتونکي اقتصادي پراختیا او همداراز ښاري پراختیا او د ښاروالي زیرنباوو په برخو کې پانګونه وکړي. برسیره پردې، ۸،۷ میلیارده افغانۍ (۱۰۰ میلیونه یورو) د افغانستان ایمني وجهي صندوق ته اختصاص ورکړل شوی دي. د ۲۰۰۱ کال راهیسې، د المان حکومت په ټولیزه توګه ۳۴۵ میلیارده افغانۍ ( ۴،۰۶ میلیارده یورو) په افغانستان کې پانګونه کړی ده.

د دې پانګونې په وړاندې، المان د افغانستان له حکومت څخه تمه لري چې د اداري فساد سره د مبارزې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنینوي، د ښځو د حقونو او برابرو فرصتونو د ودې او همدا زار د کان ایستنې او د استخراج په سکتور کې د روڼتیا د تامین په برخو کې د اصلاحاتو پلي کیدو په لاره کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. له دې کبله، د ۸،۷ میلیاردو افغانیو ( ۱۰۰ میلیونو یورو) څخه چې نوموړي وجهي صندوق ته اختصاص ورکړل شوي دي، ۵،۲ میلیارده افغانۍ ( ۶۰ میلیونه یورو ) به د هغو اصلاحاتو تابع وي چې ورباندې په ګډه هوکړه شوی ده. برسیره پردې، د دوې اړخیزې همکارۍ له برخې څخه ۳،۵ میلیارده افغانۍ ( ۴۰ میلیونه یورو) چې د انرژۍ په سکتور کې به پانګونه وشي، د روانو او راتلونکو پلان شویو پروژو د پایښت په موخه د دغو پروژو د کړنو ساتنې او څارنې د لارښودونو په ترسره کولو مشروطې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د پالیسۍ د چارو مرستیالې اغلی ناهید سرابي وویل: "څرنګه چې د افغانستان د سولې او ملي پراختیا چوکاټ په ستراتیژۍ کې  یادونه شوی، د افغانستان حکومت په پام کې لري چې لوړې اقتصادي ودې ته ورسیږي ، د ګاونډیو هیوادو سره دوستانه اړیکي پراخې کړي، عواید زیات کړي، کارجوړونه منځته راوړي، د بې وزلۍ کچه را ټیټه کړي، او د تاوتریخوالي شخړې ته د پای ټکۍ کیږدي. دغو موخو ته رسیدل به موږ ته د دې توان راکړي چې د یوه ملت په شان ځان بسیاینې ته ورسیږو. له دې امله موږ د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو او پروژو کې د لومړیتوب  لرونکو ملي پروګرامونو سره سم پانګونه کوو، هغه پروګرامونه کوم چې اوږدمهال او پایښتونکي دي او افغانستان د سیمې او د هغې نه وړاندې هیوادونو سره نښلوي". نوموړې زیاته کړه، زه د افغانستان په استازیتوب ستاسو او ستاسو د خلکو له دوامداره همکاریو څخه چې زموږ د همکاریو له پیل نه شتون لري، مننه کوم. آلمان د افغانستان په بیارغونه کې مهم رول لوبولی دی او زموږ د همکاریو په پایله کې د پراختیایې پروګرامونو په پلي کیدو کې د پام وړ لاسته راوړنو ته رسیدلي یو.

المان د پخوا په شان په افغانستان کې د پایښتونکي پراختیا، سولې او ثبات په لاره کې د مرستې په کولو ژمن پاتې کیږي. د المان اقتصادي همکاریو او پراختیا په وزارت کې د افغانستان/پاکستان د څانګې مشر ښاغلي ډاکټر هیننګ پلاتې د خپلې پرانیستونکې وینا په ترڅ کې داسې وویل: "المان د افغانستان د پراختیا او د دې هیواد د خلکو د یوه ډاډه او اوږدمهال شریک په توګه پاتې کیږي – څرنګه چې مونږ پخوا هم همداسې پاتې شوې یو. المان تر ۲۰۲۰ کاله پورې هر کال د ۴۳۰ میلیونو افغانیو مالي مرستې په کولو سره په افغانستان کې د پراختیا سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي."

د افغان-المان د همکارۍ موخه داده چې د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط او راتلونکي لرلیدونه سمون ومومي تر څو هغوی وکولای شي د خپل ژوند څخه د بیوزلۍ، کډوالۍ، تاوتریخوالي یا افراطیت څخه پرته خوند واخلي. نن المان ژمنه وکړه چې خپل ملاتړ ته به د اداري فساد سره د مبازې، د نجونو او ښځو د ودې، د افغان مدني ټولنې د پیاوړي کولو، د عامه ادارې د اصلاح کولو او د خصوصي سکتور د ونډې د اخیستلو لپاره د یوه توان ورکوونکي چاپیریال د جوړولو په لاره کې دوام ورکړي.

المان

د دې لپاره چې د پراختیا څخه د افغانستان ټول وګړي ګټه پورته کړي، د پایښتونکي عواید لرونکو فرصتونو برابرول او د اقتصادي ودې څخه ملاتړ او همداراز د برېښنا او اوبو برابرولو ته سمون ورکول د کړنو په لومړیتوبونو کې شامل شوي دي. دا موخې د افغانستان د لومړیتوب لرونکو پالیسیو لکه د افغانستان د سولې او ملي پراختیا د چوکاټ او د لومړیتوب د ملي پروګرامونو سره په بشپر ډول سمون لري.

برسیره پردې، د افغان-المان د همکارۍ اداره به د افغانستان د اصلاحاتو له شریکانو سره همکارۍ پراخه کړي او د شفافیت، افغاني مالکیت او پراختیایي لورموندنې په موخه به په زیاتیدونکي توګه هڅونې وکاروي.

په افغانستان کې د المان د پراختیایي ستراتیژي عنوان دادئ: افغاني مالکیت پیاوړتیا، له افغانستان سره د پراختیایي همکاریو په وړاندې د المان دریځ. د دې ستراتیژۍ او نورو اړونده پروژو په اړه زیات معلومات کولای شی د لاندې انټرنټي پاڼې څخه په لاس راوړی: www.gc-afg.de/en

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په. . .

BACK TO NEWS