انټرکانټینینټل هوټل ته نوی رئیس ور معرفي شو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۵:۵۹
خبر

د مالیې وزارت د وړاندیز او ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ محمد شهریار مومند، د انټرکانټینینټل هوټل د رئیس په توګه د یاد وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان طاهري له لوري، د دې هوټل کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دې مراسمو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار جلاالدین سعید، د ستراتېژۍ او پالیسۍ ادارې معاون عبدالولي شرفزي، د تصدیو او دولتي شرکتونو عمومي رئیس ډاکټر میرویس بهیج او د انټرکانټینینټل هوټل یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت عمومي اداري رئیس د یاد هوټل د مخکني رئیس له کار کړنو د مننې ترڅنګ، نوي ګمارل شوي رئیس ته مبارکي وویله او په ورسپارل شویو چارو کې یې د بري غوښتنه ورته وکړه. هغه زیاته کړه، چې په دغه هوټل کې له ډېرو لوړو او ژورو سره، سره نن ورځ د پام وړ تغییرات ترسترګو کېږي، چې هیله مند یو د نوي رئیس په راتلو سره نور مثبت بدلونونه هم پکې رامنځته، په لګښتونو کې سپما وشي او ډېر عواید راټول کړي.

د انټرکانټینینټل هوټل رئیس په ده باندې د ولسمشرۍ ماڼۍ او مالیې وزارت له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې ورسپارل شوې چارې به په ښه توګه ترسره کوي. نوموړی د دې هوټل له کارکوونکو د همکارۍ غوښتونکی شو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS