تورخم ګمرک کي په زیاته کچه چاودېدونکي توکي نیول سوي
د تورخم ګمرک منسوبینو (۳۹) بستې چاودیدونکي مواد، چي (حلوایي بارود) ورته ویل کېږي او وزن ئې (۴۸۷.۶۵) کیلو ګرامه دئ، د بلټي (مختلف النوع) توکو په یوې سوداګریزي محمولې کي ځای پر ځای سوي ول، کشف او ونیول.
مسؤل کس غوښتل، چي دغه توکي له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي، خو له نېکمرغه د زړورو امنیتي او ګمرک کارکوونکو له لوري ونیول سول.
په دې تور د محمولې ډرېور او د شرکت استازي نیول سوي او د نورو څېړنو لپاره اړوندو تحقیقاتي ارګانونو ته ور پیژندل سوي دي.
