تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۶
..............

د زمري لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.
په نیول سویو توکو کي (۹۱۷۸) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۵۲۱۲) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۴۷۶۵) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۳۶۰۰) کیلو ګرامه ښیښه یي مردکۍ، (۱۷۵۰) کیلو ګرامه اوړه، (۸۴۲) کیلو ګرامه د چلم مېوه، (۱۸۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۱۵۰) کیلو ګرامه د دېګ مساله، (۱۰۰) کیلو ګرامه انرژي باب، (۱۲۱) کیلو ګرامه رُب، (۹۰) کیلو ګرامه پلاسټیکي کڅوړي، (۸۰) کیلو ګرامه شامپو، (۶۲) کیلو ګرامه تش کارټنونه، (۳۰) کیلو ګرامه ملایي او (۲۲) عرادې موټرسایکلونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS