تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، کندهار، هرات او ننګرهار په ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سويو توکو کي (۱۴۴۳) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۴۸۰) کیلو ګرامه کوچ، (۸۹۲) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۳۸۵) کیلو ګرامه زراعتي تخم، (۳۰۴) دانې بېلابېل ډوله ځیرک موبایلونه، (۱۰۵۲) کیلو ګرامه رُب، (۵۸۸) کیلو ګرامه ګوړه، (۲۷۵۸) کیلو ګرامه مکروني، (۵۴۰) کیلو ګرامه بيسکوټ، (۱۰۴۰) کیلو ګرامه مالګه، (۱۱۸۰) کیلو ګرامه نباتي غوړي، (۳۰۰) کیلو ګرامه خمیر مایه، (۵۲۰) کیلو ګرامه قهوه او (۲۹۵) کیلو ګرامه ککاو شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.