دروان مالي کال د ملي بودیجې د اجراء ورکشاپ ترسره سو

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۹:۲۷
خبر

 د مالیې وزارت د مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد په مشرۍ او د بودیجې لوی رئیس حبیب الله سباوون، د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود، د ملي بودیجې د پلان او ریفورم رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله او د بودیجوي واحدونو د استازو په ګډون د ۱۴۰۲ مالي کال د ملي بودیجې د اجراء ورکشاپ دوهمه ورځ د دغه وزارت په خیبرهال کي ترسره سو.
د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد د بودیجوي واحدونو استازو ته په اړوندو چارو کي د بریالیتوب ترڅنګ وویل، نن د بودیجې د اجراء په اړه د بحث لپاره راټول سوي یوو. د سږکال بودیجه هم د تېر کال په څېر له کورنیو عوایدو څخه چمتو سوې او له بیت المال څخه تأمینېږي او موږ ئې د الله جل جلاله او خلکو پر وړاندي ځواب ویوونکي یوو، د شفافیت او سپما اصل باید په پام کي ونیسو او اسلامي نظام پیاوړی کړو.
د ملي بودیجې لوی رئیس د بودیجوي واحدونو د استازو له ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا چي د ملي بودیجې د اجراء ورکشاپ مسلکي او تخصصي دی؛ په ځینو برخو کي د یو لړ بدلونونو او تعدیلاتو رامنځته کول اړین دي او دا ورکشاپ د طرزالعملونو او لارښودونو د لا ښه وضاحت په موخه په لار اچول سوی دی.
ښاغلي سباوون زیاته کړه، چي د بودیجې د اجراء په تطبیق کي که خدای مکړه له کومي ستونزي سره مخ سو، نو د ملي بودیجې لوی ریاست تخنیکي ټیم به په وخت مشکل حل او رسېدنه به ورته وکړي.

خبر

په پای کي د ملي بودیجې لوی ریاست تخنیکي ټیم د یو معلوماتي پرزینټیشن په وړاندي کولو سره د بودیجې د ډولونو، مراحلو، تخصیص، د حسابونو د جدول، د بودیجوي فورمونو، طرزالعملونو او د بودیجې د اجرا‌‌ء د لارښود په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د هغوي پوښتونو ته ئې ځوابونه وویل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS