دمالیې وزارت اداري معین او کفیل، د نشه یي توکو او جرمونو په چارو کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له پخواني مرستیال (Pino Arlancchei) سره وکتل
په دې کتنه کي ښاغلي ارلاچي ومنله، چي په افغانستان کي د نورو پرمختګونو ترڅنګ، د نشه یي توکو په کښت او قاچاق کي هم بې ساری کموالی راغلی دئ. نوموړي زیاته کړه، چي دغه مثبت ګام د افغانستان او نړۍ لپاره یو ښه خبر دی. نو اړینه ده، چي نړیوال له افغان بزرګرانو سره د کوکنارو د بدیل کښت په برابرولو کي لازمه همکاري وکړي.
د مالیې وزارت اداري معین او کفیل مولوي حمدالله زاهد، د ښاغلي ارلاچي له مثبت نظر څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه، چي د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق د ټولو هیوادونو لپاره یوه ننګونه ده، چي اسلامي امارت ئې په وړاندي جدي مبارزه کوي او نړیوال باید په دې برخه د افغان بزګرانو لپاره د بدیلو لارو چار په رامنځته کولو کي مرسته وکړي.
د مالیې وزارت اداري معین او کفیل همدا راز یادونه وکړه، چي
د افغانستان اسلامي امارت د مخدره توکو د له منځه وړلو په برخه کي د نړۍ له هیوادونو او سازمانونو سره هر ډول رغنده همکارۍ او مخامخ خبرو اترو ته چمتو دئ.
