دنده: ارشد فول سټک ته پراختیا ورکوونکی (Senior Full Stack Developer)

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۳:۴۴
...........

Publish Date

Closing Date

 

بست: NTA

د دندي تشرېح

د (Senior Full Stack Developer)  ته پراختیا ورکونکی به د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له پاره د پېچلو سافټویر سیسټمونو او پروګرامونو د طرحي پراختیا او پلي کولو کي کلیدي رول لوبوي. دا دنده د end  Front  او Back end دواړو په پراختیا کي پیاوړو مهارتونو ته اړتیا لري، او شخص باید وړتیا ولري، چي د کسب او کار اړتیاوي په کارېدونکي، اسان او ګټور سیسټم بدلي کړي، په دغه رول کي د ټیم لارښوونې او د کلي پراختیا ښه کولو له پاره د مرستي کول شامل دي.

کلیدی مسئولیتونه

اړونده مسئول کس به لاندي دندي او فعالیتونه ترسره کړي، مګر په لازمي ډول یوازي په دوی پوري محدود ندي:

د سافټویر ډیزاین او پراختیا

  • د ASP.NET Core، C#، EF Core، او عصري front-end چوکاټونو (لکه React) په کارولو سره د اداري په کچه ویب برنامو، طراحیو، پراختیاه، ازموینه او ساتنه کول.
  • دCore NET په کارولو سره د RESTful APIs جوړول او ساتل، او د اړتیا په صورت کي د CQRS کارول او میکروسرویس معماري کول.
  • د C#، .NET یا PHP، Laravel سره د پراختیا موندونکو موجودو سیسټمونو تحلیل، تعدیل او ښه کول.
  • د پاکي معمارۍ عملي کول/ څو پټه معماري، د SOLID اصول او د خوندیځ الګو.

امنیت، کیفیت او کړنه

  • د OWASP Top 10 او د حکومت د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ امنیتي معیارونو سره سم د خوندي کوډ لیکلو لاري پلي کول.
  • د لږترلږه  ۸۰٪ واحد ټیسټ پوښښ او د خپل کاره عمل او واحد کولو په ټیسټ کي د مشارکت ډاډ ترلاسه کول.
  • له نړیوالو معیارونو سره سم د کیفیت، ساتنه، او د عمل څخه د اطمینان په موخه د کود د ارزوني ترسره کول.   
  • د فعالیت د لارو پېژندنه او د ډېټا پر پروګرامونو بر لاسی.

پراختیا او ځای پرځای کول

  • د کانټینر پرګرامونو د ځای پرځای کولو لپاره د ډاکر د جوړښتونو اوبدل،ساتل او رامنځټه کول.
  • د CI/CD  کرښو ملاتړ او د خپرولو او بدلون د مدیریت په مراحلو کي مشارکت.
  • د ټولو REST APIs لپاره د Swagger/OpenAPI مستندونو چمتو کول.
  • د PostgreSQL او/یا Microsoft SQL Server سره کار کول، د یوالي او فعالیتونو ډاډمن کول.

سرعت او همکاري

  • د سپرینټ پلان جوړوني، بیاکتني، او ارزوني له جملې څخه دAgile/SCRUM  په مراسمو کي فعاله برخه اخیستل.
  • • د اغېزمني تحویلۍ د ملاتړ په موخه د Git ، GitHub ، Jira ، او همکارۍ پلیټ فارمونو په څېر وسیلو څخه کار اخیستل.
  • • د ICT. اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د څو دندو لرونکو، ذینفعو او نورو څانګو سره همکاري کول.

رهبري او دوامداره اغېزمنتوب

د ځوانو پراختیا ورکونکو لارښووني او د سافټویر مهندسۍ په برخه کي د غوره کړنو مروجول.

  • د کسب او کار پروسو د اتوماتیک او آسانه کولو له پاره وړاندیزونه وړاندي کول او د حل لارو پلي کول.
  • د خطرونو ارزونه، د کمولو د ستراتېژۍ پېژندنه او د ICT د حاکمیت له پالیسیو سره د ورته والي ډاډ ترلاسه کول.
  • د تخنیکي مستندونو، عملیاتي لارښودونو او ګټه اخیستني د لارښوونو چمتو کول او ساتنه.

راپور ورکول او اداره

  • د ICT هر ډول دنده پرمخ وړل، چي د مدیریت له لوري درسپارل سوې وي.
  • له SLA سره سم په منظم ډول د پرمختګونو، راپورونو او د ریسک ارزوني خپرول.

شرایط او مهارتونه:

زده کړي:

  • د کمپیوټري علومو، معلوماتي ټیکنالوژۍ، یا نورو اړوندو برخو کي د لیسانس یا ماسټرۍ سند لرل.

تجربه:

  • د اداري په کچه د سافټویر پراختیا په برخه کي د ماسټرۍ فارغانو لپاره ۵ کاله او د لیسانس فارغانو لپاره ۷ کاله کاري تجربه.
  • دMicrosoft .NET Core او EF Core.په مرسته د الگو شی ګرا په کارولو سره په سازماني پرګرامونو کي د کوډ لیکني برخه کي ثابته او بشپړه تجربه لرل.
  • د API Gateway او میکروسرویسونو پلي کولو پوهه.
  • د ډیزاین نمونو کي تجربه، په ځانګړې توګه د ریپوزیتوری کولو نمونه، او په C# کي معمارۍ پلي کول.
  • • د پیچلو پرګرامونو پراختیا مفاهیمو لکه ویشل سوی کیش، د تړلتیا القا، د هڅي کولو میکانیزمونه او زمان بندي، او شالید/لوګ رنینګ پروسو پلي کولو کي تجربه.
  • د SOLID اصولو سره بلدتیا او د OWASP Top 10  ویب امنیت پوهه د اضافي امتیاز په توګه.
  • د اضافي امتیاز په توګه د ASP.NET، Java، React، RabbitMQ، Quartz.Net، JWT او OAuth په اړه پوهه.
  • په محیطي سازمانونو کې د پروسو ساده کولو او د پرانیستو منابعو په پلټفورم کي د سازماني پروګرامونو د سافټویر پېژندنه.
  • د عملیاتي پروسو د ملاتړ لپاره د معیارونو، طرزالعملونو او لارښوونو په پراختیا او پلي کولو کي تجربه.
  •  د لومړیتوب ورکولو، د ضرب الاجل پوره کولو، او د بدلېدونکو لومړیتوبونو اداره کولو له وړتیا سره ځان خوځول.
  • • پیاوړي خپلمنځي او د اړیکو مهارتونه او په تخنیکي لیکنه کي تجربه لکه؛ د فعالیت مشخصات، تخنیکي مشخصات او نوري وړتیاوي لرل.
  • • د کیفیت تضمین او  کنټرول کي تجربه او ریسک تخفیف او د ډېټا تحلیلول.

د سپارلو لارښود:

په شرایطو وړ کس څخه غوښتنه کېږي، چي خپله CV له غوښتنلیک سره د جنوري 18، 2026 پوري لاندي بریښنالیک ته واستوي:

مهرباني وکړئ په subject line کي په واضح ډول "د دندي نوم / شمېره" ولیکئ.

مهرباني وکړئ د خپلې زده کړي او کاري تجربې اسناد مه ضمیمه کوئ.

bashir.hassani@mof.gov.af

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Related VacanciesShow all

Back to vacancies