دکوچنيو تشبثاتو (اصنافو) د مالیاتي باقیاتو او مالياتي جريمو د معافيت خبرتيا!

admin_mof

د کوچنيو تشبثاتو (اصنافو) لپاره د اسانتياوو د چمتو کولو او د هغوی د هڅولو په موخه د ماليې وزارت د وړانديز او د ا.ا.ا. د جلالتمآب رئيس الوزراء د (۱۰/۱۱/۱۴۰۰ل.) نېټې د (۱۰۵۸) گڼې حکم له مخي د کوچنیو تشبثاتو (اصنافو) له (۱۳۹۰ل.) مالي کال څخه د مخکينيو تېرو کلونو مالياتي باقيات او مالياتي جريمې (۱۰۰٪) معاف، له (۱۳۹۱ل.) څخه تر (۱۳۹۵ل.) پوري مالياتي باقيات (۵۰٪) او مالياتي جريمې (۱۰۰٪) معاف او له (۱۳۹۶ل.) څخه تر (۱۴۰۰ل.) پوري مالياتي جريمې (۱۰۰٪) يوازي او يوازي په داسي حال کي معاف سوي دي، چي کوچني ماليه ورکوونکي (اصناف) خپل مالياتي مکلفيتونه تر (۲۹/۱۲/۱۴۰۰ل.) نېټې تحويل کړي.

د ماليې وزارت مشرتابه د ټولو کوچنیو تشبثاتو (اصنافو) څخه غوښتنه کوي، چي د ټاکلي نېټې د رارسېدو ترمخه دي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او خپل باقیات دي د دولت حساب ته تحویل کړي.

زموږ ماليه - زموږ هيواد - زموږ راتلونکی

وروستي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست د ايجاد خبرتيا!

د ماليې وزارت اړوند د عوايدو لوی رياست د ټولو لويو، منځنيو او کوچنيو ماليو تاديه کوونکيو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې د دغه رياست په تشکيلاتي جوړښت کې د ځينو بدلونونو په راتلو سره د . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۷ - ۱۷:۵
Background image

د مالیې وزارت خبرتیا!

د ماليې وزارت هغه خبرونه او ګنګوسې، چي په رسنیو کي د مالیې وزارت اړوند د ښځینه کارکوونکو په اړه خپرې سوي دي، چي ګواکي دې

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۷:۳۶
Background image

خبرتیا! 

د مالیې وزارت د رهبري  د پرېکړي له مخي د هیواد په ګمرکونو کي د ډبرو سکرو د هر ټن صادرولو بیه له (90) امریکايي ډالرو څخه (200)

Back to announcements