د آلمان حکومت د دوه اړخیزه همکاریو دوام او له COVID-19 سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره ۵.۷۷ میلیارده افغانۍ مرسته وکړه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۸:۸
خبر

د غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۹ - نن د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) له افغانستان سره د ۵.۷۷ میلیارده افغانیو (۶۹.۸ ملیونه یورو) مالي ژمنه وکړه. دغه مالي مرسته د افغانستان حکومتي او خصوصي سکټور اقتصادي ننګونو پر وړاندې چټک او مستقیم غبرګون ښودلو لپاره ده ترڅو د COVID-19 ټولنیز او اقتصادي اغېزو په کابو کولو کې مرسته وکړي. دغه مرسته د ۲۰.۷ میلیارده افغانیو (۲۵۰ میلیونه یورو) یوه برخه ده چې آلمان غواړي په ۱۳۹۹ کال کې د دوه اړخیزه همکارۍ لپاره چمتو کړي. د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت BMZ د بهرنیو اړیکو مسئول، ښاغلي مارټین ییګر د مالیې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب څدران ته د ویډیويي کنفرانس پر مهال د دې ژمنې په اړه خبر ورکړ.

ښاغلي ییګر وویل، "آلمان به په دې ننګونکي وخت کې د افغانستان د یو باوري همکار په توګه پاتې شي او د دوامداره او پراخه پرمختګ په لور به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي."

د آلمان حکومت د COVID-19 ټولنیز او اقتصادي پایلو او پر روغتیايي سیسټم باندې فشار کابو کولو لپاره له افغانستان سره د آلمان همکارۍ پروګرامونه مالي تمویل ورکوي. د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق (ARTF) به ۳.۳ میلیارده افغانۍ (۴۰ میلیونه یورو) ترلاسه کړي. دغه بودیجه له هغو پراختیايي اقداماتو سره مرسته کوي چې د افغانستان د دولت لخوا پلي کېږي، چې په هغه کې د ملکي خدمتونو وده، لومړني ټولنیز خدمتونو وړاندې کول او د غربت کچه راکمول شامل دي. د افغانستان د کرېډټ تضمین بنسټ (ACGF)، د اوبو سکټور پراختیا پروګرام (WSIP)، د دوامداره اقتصادي پراختیا او د ګمارنې پروګرام (SEDEP) به هم مالي تمویل ترلاسه کړي.

خبر

ښاغلي ارغندیوال وویل، "غواړم چې له افغانستان سره د المان دولت د تازه ژمنې په اړه په ځانګړی ډول وروستۍ هڅه او ملاتړ چې د کرونا ویروس د کمولو او مدیریت لپاره یې له افغانستان سره تر وکړ، مننه وکړم. المان هیواد زموږ یو له کلیدي او مهمو همکارانو او ملاتړ کوونکو څخه دی چې د افغانستان په بیا رغونه کې یې اغیزمنه همکاري کړې ده. موږ مکلف یوو هغه دوه اړخیزې همکارۍ دوام وکړو چې د دواړو هیوادونو د ګټو تضمینونکي وي."

په داسې حال کې چې آلمان د دغه هېواد د COVID-19 ته غبرګون ښکاره کولو لپاره مرسته کوي، نو د حکومتونو ترمنځ د پراختیایي همکارۍ په اړه خبرې به د دې کال په وروستیو کې د افغانستان لپاره اضافي ژمنو سره ترسره شي. د دغه ژمنې کچه د جنیوا دوه اړخیزه حساب ورکونې کاري چوکاټ (GMAF) کې منل شويو د اصلاحاتو اجنډا پلي کولو پرمختګ پورې تړلې ده. GMAF د اصلاحاتو ترټولو مهمي ساحې چې افغان حکومت یې د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې په ګوته کړي، تشریح کوي. د اصلاحاتو په ساحو کې د فساد پروړاندې مبارزه، د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی لمنځه وړل، د سیمه ییز حکومتولۍ جوړښتونه/تشکیل پیاوړی کول او د ځمکې اصلاحات شامل دي.

ښاغلی ییګر دا تاییدوي چې، "که څه هم د COVID-19 ناروغي په دې مانا ده چې اوس د اجنډا پلي کول ډېر ګران کار دی، خو د حکومتولۍ د لا ښه والي لپاره اضافي اصلاحات ضروري دي ترڅو د دوامداره او ټولیز پراختیا لپاره اړین د کاري چوکاټ شرایط ترتیب شي."

دواړو خواوو له فساد سره مبارزه مهمه وبلله. ښاغلي ییګر وویل، "فساد ښه حکومتوالي تر پوښتنې لاندې راولي او پر خپل حکومت باندې د خلکو باور لمنځه وړي. دا کار نادره سرچینې ضایع کوي او پر اقتصادي او ټولنیز پرمختګ باندې ډېر ځنډیدونکی او زیان رسونکی تاثیر لري. دا کار د پراختیایي همکارۍ په برخه کې د خلکو ملاتړ او اعتبار راکموي او همدا راز د پانګونې او رڼې سیالیو مخه نیسي."

 ښاغلي ځدراڼ بیا وویل، "زموږ ملاتړي کولی شي د روڼتیا، د بودیجې نه بهر پروژو بشپړ سمون، د مرستو اغیزمنتوب، زمونږ د حکومت سیسټمونو پیاوړي کولو له لارې د ځان بساینې او مالي خپلواکۍ په لور حرکت کې خورا مهم رول ولوبوي."

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۸ کالونو ترمنځ، د آلمان حکومت شاوخوا ۳۴۷ میلیارده افغانۍ (۴.۲ میلیارده یورو) د افغانستان ملکي برخو بیارغونې لپاره ورکړي دي. آلمان او افغانستان په ګډه سره هڅه کوي څو د ښه حکومتولۍ، دوامداره اقتصادي پراختیا او د ښاروالۍ زیربنا ښه کولو د لومړیتوبونو ساحې په ګوته کړي. له ۱۳۸۸ کال راهیسې، له افغانستان سره د آلمان همکاري  له ۶۰۰ څخه زیاتې پروژې، له ۳۳۰ څخه زیاتو ولسوالیو کې پلي کړي دي چې په ټولو ولایتونو کې یې له ۲۰ میليونو څخه زیاتو خلکو ته ګټه رسېږي.  

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په. . .

BACK TO NEWS