د ابو نصر فراهي ګمرک د لیلیې جوړولو چاري (۶۰) سلنه بشپړي سوي دي!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۳۴
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د لیلیې د جوړولو پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي، چي تر دې مهاله (۶۰) سلنه پر مخ تللي او تر راتلونکو دریو میاشتو پوري به ګټي اخیستني ته وسپارل سي.
پر یادې پروژې څه باندې (۱۲.۸) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چي د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي او چارې ئې هم د یو افغاني شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي.
د یادوني وړ ده، چي د دغه پروژې چاري د (۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال د لیندۍ په میاشت کي پیل سوي دي، چي د روان (۱۴۰۳) کال د لړم په میاشت کي به بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل سي او ور سره به د یاد ګمرک کارکوونکو ته زیاتي اسانتیاوي رامنځته سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS