د ابو نصر فراهي ګمرک له پاره د لیلیې جوړولو چاري (۹۰) سلنه بشپړي سوي دي!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۶:۱۸
..............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۲،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د کارکوونکو له پاره د لیلیې جوړولو پروژه پیل کړې، چي تر دې مهاله ئې رغنیزي چاري (۹۰) سلنه پر مخ تللي دي.
یاده لیلیه په بشپړ معیاري ډول جوړېږي؛ (۲۱) خوني، عصري حمامونه، تشنابونه او نور اړین تجهیزات لري، چي په جوړېدو سره به ئې د یاد ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او پاتي چاري به ئې هم ډېر ژر بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS