د استوګنې ملي پالیسۍ ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۳ - ۱۶:۳۵
جلسه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۳ مه نېټه د ښار جوړونې او اراضي وزیر ښاغلي محمد جواد پیکار، د کابل ښاروال ښاغلي احمد ذکي سرفراز او د چارو ادارې له استازۍ سره د استوګنې ملي پالیسۍ په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د استوګنې ملي پالیسۍ چې د ښارجوړونې او اراضي وزارت له لوري ترتیب شوې ده، د ښارې پراختیا عالي کمېسیون له تائید او د کابینې له منظورۍ وروسته به عملي شي.

د دې پالسۍ موخه، د ملي اقتصاد د ودې په ماشین د استوګنې سکټور بدلول، د پایداره او عامه  استوګنې سکټور په موخه د مشارکت شرایطو چمتو کول او پیاوړتیا، د ټولو ښاریانو لپاره د ارزانه استوګنځایونو چمتو کولو په موخه د تمویل اغېزمنو سیستمونو جوړول، د استوګنځایونو په وړاندې کولو او تولید کې د کار زیاتوالی، د غیرې رسمي سیمو له ودې څخه مخنیوی او د استوګنځایونو د پروژو پلي کېدو او تمویل لپاره د دولتي ځمکو او املاکو څخه ګټه اخیستنه ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS