د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول سول!
د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۱،۴) ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کي وسوځول سول.
د یادوني وړ ده، چي د دغو توکو یوه اندازه ئې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل سوې وه او یوه اندازه ئې له بهرنیو هیوادونو څخه تاریخ تېر هیواد ته را وارده سوې وه، چي د ګمرک په هنګرونو کي ساتل کېدل.
